مادورو: که ما ونه ټاکئ، ټکه به راولوېږي

نیکولاس مادورو
Image caption مادورو پر خپل سیال کاپریلیس څه-ناڅه مخکې ښکاري.

د ونزویلا ولسمشرۍ ته کاندید او د مړه شوي ولسمشر ځای ناستي نیکولاس مادورو خپلو وګړو ته ویلي، که چېرې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ده ته رایه ورنه کړي، شاید پر هېواد لوی ناورین راشي.

مادورو په دې شپو ورځو کې له خپل ټاکنیز سیال هنریک کاپریلیس سره سخته ټاکنیزه سیالي کوي.

مادورو خپل انتخاباتي سیال کاپریلیس له هغو اسپاتوي جنګیالیو سره تشبیه کړی، چې په شپاړسمه پېړۍ کې یې د ونزویلا اصلي وګړي تر تېغ تېر کړل.

مادورو ویلي، که چېرې ونزویلیان هغه ته رایه ورکړي، شاید یو بل ناورین راشي.

خو کاپریلیس د مادورو ددغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، که چېرې په ټاکنو کې مادورو بریالی شي، شاید هېواد له سخت ناورین سره مخامخ شي.

په پام کې ده چې پر راتلونکې یکشنبې (اپریل ۱۴) د ونزویلا ولسمشریزې ټاکنې وشي.

د ونزویلا مخکنی ولسمشر هوګو چاویز تېره میاشت د سرطان د اوږدې ناروغۍ له کبله مړ شو.

نظرپوښتنې ښيي، چې مادورو ډېر مینه وال لري.

نیکولاس مادورو د هوګو چاویز مرستیال و.

مادورو دغه څرګندونې وروسته تر هغو وکړې، چې د امازوناس ولایت په یوه غونډه کې یې چندان هرکلی ونه شو.

دغه غرنۍ او ځنګلي سیمه له برازیل او کولمبیا سره ګډه پوله لري.

سرپرست ولسمشر چې د سیمې دودیزه خولۍ یې پر سر کړې وه، خپلو مینه والو ته وویل "که چېرې یو سړی هم د نیکولاس مادورو ضد رایه ورکړي، نو په اصل کې د خپل ځان ضد رایه ورکوي".

مادورو له دې څرګندونو څخه په زغرده د ونزویلا د اصلي وګړو او اسپانوي استعماري جنګیالیو ترمنځ د شپاړسې پېړۍ جګړې ته اشاره وه.

Image caption کاپریلیس ویلي، دا ګز دا میدان، خو سیالي به د اپریل پر ۱۴ مالومه شي.

شنونکي وايي، د مادورو په شخصیت کې کاتولیک او روحاني عقیده لیدل کېږي، په تېره بیا په حساس ټاکنیز وخت کې د وژل شویو او ناورین خبرې کوي.

خو د مادورو په لوېديځ تاچیرا ولایت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې "هرڅوک چې خلک ګواښي، او ورته وايي چې ناورین به پرې راشي، ددغه هېواد د واکمنۍ حق نه لري".

نوموړی زیاتوي "ټولو ونزویلیانو ته له دغه ځایه وایم، که کچېرې د اپریل پر ۱۴ راپورته شوې کوچنۍ ډله پاتې راشي، هله به له ناورین وژغورل شو".

د ونزویلا ولسمشریزو ټاکنو ته پنځه کسان ولاړ دي، خو د نورو په څېر هم د مادورو او کاپریلیس ترمنځ په وګړو کې ملاتړ توپیر لري.

ورته مطالب