د بودایانو نرمښت که د برما راهبانو د کرکې تبلیغات

برما
Image caption په دې سیمه کې ۲۰ مسلمان ماشومان له ښوونځي وتښتول شول، چې بیا وروسته یې پړسېدلي مړي وموندل شول.

تېره میاشت د برما په میکتیلا ښار کې د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ په نښتو او شخړو کې لږترلږه ۴۰ کسان ووژل شول. ددغو وژنو ترشا عواملو ته د سوېلي اسیا لپاره د بي بي سي خبریال جنتن هېډ کتنه کړې ده.

د لومړي ځل لپاره ټولو ته داسې جوته شوه، چې ګني پر کنډوالو د کورونو تر اوښتو وروسته پوره کلي ویجاړ شوي دي.

په دغه مېشت ځای کې هغه ودانۍ پر کنډوالو بدلې شوې، چې خلکو په کې ژوند کاوه، راکړه ورکړه په کې کېده، اوس هلته یوازې د پاک کارۍ کارکوونکي لیدل کېږي.

د ښار په منځ کې ټول خلک هغې تورې اېشېدلې ځمکې ته هک پک پاتې دي، چې د نښتو په اور کې لولپه شوه، هلته لږترلږه ۲۰ مسلمان ماشومان تښتول شوي، هغه هم له یوه ښوونځي څخه، بیا وژل شوي او مړي یې پړسېدلي دي.

اوس ظاهراً د میکتیلا ښار څه-ناڅه ارام ښکاريو هغه پوځيان بېرته ستانه شوي، چې په نوې برما کې یې لیدو ته ورغلي وو، سربېره پردې هلته د شپې ګرځبندیز هم لګول شوی.

ټکان

په تېر مارچ کې پېښو له میکتیلا ښار څخه پارلماني غړی وین هتین ته سخت ټکان ورکړی دی.

Image caption په برما کې د مسلمانانو پوره کلي ویجاړ او پر کنډوالو واړول شول.

هتین له دې کبله ټیک شل کاله په زندان کې تېر کړي، چې ګني د مخالفې مشرې انګ سون سوچي پلوی و، نوموړی د تاوتریخوالي د ګڼو پېښو شاهد و، خو تر ټولو نادوده یې د تېرې میاشتې پېښه وه، چې وايي هېڅ د منلو نه وه:

"زما په مخ کې د اتو ماشومانو د وژنې شاهد وم، هڅه مې وکړه، چې ددې کار مخنیوی وکړم، خو زه یې هم وګواښلم، او پولیسو ډېر لیرې بوتلم ".

دی زیاتوي: "پولیسو هېڅ ونه کړل، نه پوهېږم ولې. شاید له دې کبله چې دوی خبر نه وو، یا دا چې ورکړل شویو اوامرو ته یې ارزښت نه ورکاوه".

دی دا هم وايي چې "بله غاړه باید نارې سورې وهي، کله یې چې یو کس ووژل شي، ټول راووځي (پرون یې زموږ یو راهب وواژه، باید موږ یې هم ووژنو)، ښځې، راهبان او ځوانان خجالت او ټیټ سري ښکارېدل".

د میکتیلا ښار کې مسلمانان د وګړو ۳۰ سلنه جوړوي، چې په سوداګریز ژوند کې ډېر فعالیت لري؛ ځکه چې ګڼ خرڅلاو ځایونه د مسلمانانو دي.

ګڼ مسلمانان اوس د پولسو او وسله والو عناصرو تر ساتنې لاندې په یوه پوځي ځای کې اوسېږي.

له راهبانو کرکه

Image caption لومړی د مسلمانانو د سرو زرو په یوه پلورنځي تر لفظي شخړې وروسته تاوتریخوالی پیل شو.

خو پوښتنه اوس دا ده چې ایا چا دغه کرکه او غوسه راوپاروله؟

لومړی د میکتیلا ښار په زړه کې د سرو زرو په یوه پلورنځي کې، چې د مسلمانانو و، د تېر مارچ پر شلمه نېټه نښته رامنځ ته شوه.

د سیمې اوسېدونکو راته وویل، چې یوه بودايي جوړه (مېړه او ښځه) د خپلو ګاڼو د خرڅولو لپاره دغه ځای ته راغلل، خو د قیمت پر سر شخړه لاس اچولو ته ورسېده.

بیا یو بودايي راهب ووهل شو، د ښار روغتون ته تر لېږدولو وروسته مړ شو، دغه خبر په بودایانو کې اتوم بم وچووه، او د مسلمانانو پر تولو کلیو یې بریدونو وکړل.

د مسلمانانو د ګواښلو او وېرولو څرګنده بېلګه په منډیلای کې د اشین ویراتو راهب مغرضانه څرګندونې وې، چې د مسلمانانو پرضد کړنو په تور او هڅو په ۲۰۰۳ کال کې بندي شوی و، چې بیا وروسته تېر کال د بندیانو د عامې بښنې په لړۍ کې خوشی شو.

ویراتو په راخین کې د بودایانو د ملاتړ لپاره مظاهرې هم جوړې کړې دي، چې دغه مظاهرې په تېر جولای کې پر سیمه ییز تاوتریخوالي واوښتې.

نوموړی په هېواد کې د کرکې خپرولو پلار بلل کېږي.

Image caption ګڼ مسلمانان خپلو کورونو او کلیو پرېښودو ته اړ شول.

ویراتو ومنله، چې د منډیلای په یوه کلیواله سیمه کې راسره وګوري.

"۹۶۹ ټاپې"

ویراتو راته وویل "موږ برمايي بودایان ډېر معتدل او نرم خلک یو، او خپل وطن ته درناوی لرو".

دی زیاتوي "دوی-مسلمانان- په کارونو کې ښه خلک دي، دوی د لېږد او ودانیو جوړولو په برخو کې ډېر مخته تللي، اوس دوی زموږ د سیاسي ګوندونو ډېره برخه هم لري. که چېرې وضعیت همداسې دوام وکړي، زموږ حال به هم د افغانستان او اندونیزیا په څېر شي".

ویراتو پر مسلمانانو د بودايي ښځو د تښتولو او جسني تېري کولو تور لګوي، وايي چې "دوی [مسلمانان] له شتمنیو په ګټې اخیستو سره له بودايي ښځو ناوړه ګټه اخلي، له هغوی سره ودونه کوي، ددوی ازادي ترې اخلي او په کورونو کې یې بندیانې کوي".

Image caption اشین ویراتو بودایان د مسلمانانو له سوداګرۍ سره پرېکون ته هڅوي.

ویراتو دې ته هم اشاره کوي، چې د مسلمانانو شمېر په ډېرې چټکۍ دلته ډېرېدونکی دی، چې په وینا یې دغه وضعیت "د بودايي معبد د ننه د هغې ونې د دانې (باګودا) په څېر دی، چې لومړی ډېره کوچنۍ وي، باید په کوچنیوالي کې یې جړې مخکې له دې چې معبد ویجاړ کړي، راویستل شي".

نوموړی دا ادعا هم کوي، که څه هم دی په میکتیلا ښار کې و، خو په دغو تاوتریخوالو کې هېڅ ونډه نه لري، خو له خپلې هغې وینا هم نه راګرځي، چې وايي خپله مبارزه به وړاندې بیايي.

د هېواد په ګڼو برخو کې بودایانو له ټولو هغو شمتنیو او سوداګریزو راکړو ورکړو سره د بودایانو د پرېکون اعلان کړی، چې د مسلمانانو په لاس کې دي.

د ویراتو ملګرو د منډیلای په ګڼو برخو کې د پر پلورنځیو پر څښتنو د "۹۶۹" ټاپې یا نښانونه وېشلې، چې دغه د بودایانو شعار دی.

Image caption ګڼو بودایانو له مسلمانانو سره له راکړې ورکړې ډډه کړې ده.

دغه ټاپې د بودایانو د موجودیت او هویت څرګندونه کوي، خو کله یې چې مسلمان مشتریان د مسلمانانو پر هټیو ګوري، سودا ته نه ورځي.

یوې ښځې په ډېرې خواشینۍ او ټيټ غږ وویل، چې د میکتیلا له پېښو وروسته یې مشتریان بیخي کم شوي دي:

"زه یوه سوداګره یم، په دا ډول مسایلو کې ځان نه دخیلوم، شاید زما کالي به د دوی نه وي خوښ".

برما پخپل ډېر اوږده تاریخ کې له بې باورۍ رنځېږي، چې هلته د پوځي واکمنۍ په لړ کې وضعیت کله کله ډېر کړکېچن شي.

د بې باورۍ دغه فضا تروروستیو تاوتریخجنو پېښو وروسته اوس ډېره زیاته شوه، خو داسې تمې هم شته، چې شاید دغه هېواد یوه ښه راتلونکی او له تاوتریخوالي پرته وګړي ولري.

ورته مطالب