د نوبل جایزه ګټونکي شاعر قبر سپړل کېږي

Image caption د ماهرینو یوه ډله د نېرودا کور ته ورغلې، چې نوموړی په کې خښ دی.

د جنوبي امریکا په چیلي هېواد کې د نوبل جایزې ګټونکي شاعر پابلو نېرودا قبر سپړل کېږي، چې په ۱۹۷۳ کې ومړ.

د چارواکو په وینا د نېرودا قبر د دې لپاره سپړل کېږي، چې معلومه شي، ایا نېرودا ته زهر ورکړل شوي وو او که د سرطان له امله مړ شوی و.

د ماهرینو یوه ډله د نېرودا کور ته ورغلې، چې نوموړی په کې خښ دی.

پابلو نېرودا د لاطیني امریکا یو مهم ادبي شخصیت و او د چلي له هغو دوو کسانو څخه یو و، چې د ادب لپاره یې نوبل جایزه تر لاسه کړه.

نېرودا د کمونیست ګوند غړی، د هغه وخت د ولسمشر سیلوینډر اېلینډې ملاتړی او خورا فعال سیاسي او ادبي شخصیت و. نوموړي د سفیر په توګه هم دنده تر سره کړې وه.

چلي کې د دکتاتور اګسټو پینوشې له واکمنۍ ۱۲ ورځې وروسته نېرودا ناڅاپه ومړ.

له مړینې مخکې نېرودا د خپل ژوند لیک په لیکلو بوخت وو او په همدې ۱۲ ورځو کې یې د ژوند لیک لیکلو چارې بشپړې کړې.

Image caption د ماهرینو یوه ډله د نېرودا کور ته ورغلې، چې نوموړی په کې خښ دی.

د خپل ژوند لیک په وروستیو پاڼو کې نېرودا د پینوشې پر واکمنۍ کلکې نیوکې کړې.

کله چې پینوشې په ۲۰۰۸ لندن کې ونیول شو، نو له هغه وروسته د نوموړي د مړینې په تړاو اوازې خپرې شوې.

تر اوسه د نوموړي د کورنۍ له لوري ویل شوي، چې نوموړی روغتون کې د مثانې د سرطان له کبله د ۷۹ کالو په عمر ومړ.

خو ۲۰۱۱ کې له هغه وروسته د نېرودا د مړینې په تړاو څېړنه پیل شوه، چې د نوموړي شخصي مرستیال او ډرېور وویل: هغه ته په روغتون کې زهرجنه پچکاري ورکړل شوه او ووژل شو.

ورته مطالب