کینیا کې اوهورو کنیاتا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

Image caption د کېنيا د سترې محکمې له لوري په ټاکنو کې د ښاغلي کينياتا د بري له تاييد وروسته، هغه وويل حکومت به يې له توپير پرته له ټولو کينيايانو سره په گډه کار وکړي

کنيا کې اوهورو کنیاتا چې د جرمونو د نړېوالې محکمې له لوري په بشرضد جنايتونو تورن دى د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توگه لوړه وکړه.

د اوهورو کنياتا د لوړې په مراسمو کې د افريقايي هېوادونو مشرانو او لوېديځوالو ډيپلوماټانو گډون کړى وو. ښاغلى کنياتا د تېرې مياشتې په ولسمشريزو ټاکڼو کې چې تر ډېره سولييزې وې گټونکى اعلان شو.

خو د جرمونو نړېوالې محکمې نوموړى په تورن کړى چې پنځه کاله وړاندې يې د کينيا له ولسمشريزو ټاکنو وروسته په رامنځته شوي نژادي يا توکميز تاوتريخوالي کې لاس درلود.

اوهورو کنياتا دا تورونه ردوي.

خو له دې سره دا بحث يو ځل بيا پورته شوى چې د دغه راز يوۀ کس چې په بشري ضد کړنو تورن دى واک ته رسېدل څه پايلې او اغېزې درلوداى شي؟

کله چې ښاغلي اوهورو کينياتا د کېنيا د پلازمېنې نايروبي په لوى سپورتي لوبغالي کې د هېواد د نوي ولسمشر په توگه لوړه ترسره کوله، د هغه گڼ شمېر ملاتړو خوشالي کوله او بيرغونه يې رپول.

د لوړې د مراسمو په ترڅ کې ښاغلي کينياتا وويل "زه اوهورا کينياتا لوړه کوم چې په ريښتوني او کلک هوډ سره به د کينيا خلکو او د کينيا جمهوريت ته د ولسمشرۍ پر مهال خدمت کوم "

د لوديځو هېوادونو د سفيرانو او ډېپلوماتانو سربيره، د جنوبي افريقا ولسمشر جاکوب زوما، د نېجر ولسمشرگوډ لک جنتن او د يوگندا ولسمشر يوويري موسويني هم د لوړې په دغو مراسمو کې گډون کړى و.

Image caption اوهورو کينياتا يو پنځوس کلن دى او د کينيا تر ټولو ځوان ولسمشر بلل کېږي.

خو د کينيا تلونکي لومړي وزير او په ولسمشريزو ټاکنو کې د ښاغلي کينياتا لوى سيال رايلا اودنگا او د اصلاحاتو لپاره د هغه د ايتلاف جگپوړو غړو په دغو مراسمو کې گډون نه و کړى.

ښاغلي اودنگا هڅه وکړه چې محکمه کې د ښاغلي کينياتا برى وننگوي، خو هڅې يې پاتې راغلې.

د کېنيا د سترې محکمې له لوري په ټاکنو کې د ښاغلي کينياتا د بري له تاييد وروسته، هغه وويل حکومت به يې له توپير پرته له ټولو کينيايانو سره په گډه کار وکړي او ټولو ته به خدمت کوي.

دغه ټاکنې د ٢٠٠٧ کال له ټاکنو چې د تاوتريخوالي سبب شوي او شاوخوا ١٢٠٠ کېنيايان په کې ووژل شول، وروسته لومړنۍ هغه وي.

له هغو ټاکنو وروسته د ټاکنو د پايلو پرسر د لانجې پر سر، هېواد کې رامنځته شوي تاوتريخوالي کې د ښاغلي کينياتا ملاتړي هم ښکيل و.

په همدې وجه د نړيوالې جنايي محکمې له لوري ښاغلى کينياتا پر بشري جنايتونو تورن شو، خو هغه دغه تورنه رد کړل.

په پام کې ده چې ښاغلى کينيتا د روان کال په وروستيو کې پر ده د لگول شويو تورنو له کبله هيگ کې نړيوالې محکمې ته حاضر شي.

اوهورو کينياتا يو پنځوس کلن دى او د کينيا تر ټولو ځوان ولسمشر بلل کېږي.

هغه د تلونکي ولسمشر ماوي کېبکي په حکومت کې د لومړي وزير د مرستيال، د سوداگرۍ او د ماليې د وزيرانو په توگه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلى کينياتا د کېنيا د بنسټگر جومو کينياتا زوى دى چې ډېر ميراث يې هم ده ته ورسېږي.

ورته مطالب