د "بودیجې" له امله ښايي د ابوغیث محاکمه وځنډېږي

Image caption د اسامه زوم ابوغیاص تېره میاشت، د ۱۱ سپتمبر په بریدونو کې د مرستې کولو تور رد کړ.

د امریکا په نیویارک ایالت کې محکمې ته ویل شوي، چې بودېجه کې د کموالي له امله داسې احتمال شته، چې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوم سلیمان ابو غیث محاکمه وځنډېږي.

د نیویارک محاکمې قاضي ویلي، ډېره د حیرانتیا خبره ده، چې مدافع وکیلان له دې امله د دې محاکمې لپاره چمتو نه دي، چې دوی له تنخواه پرته په رخصتۍ استول کېږي.

د اسامه زوم ابوغیث تېره میاشت، د ۱۱ سپتمبر په بریدونو کې د مرستې کولو تور رد کړ.

اوس داسې احتمال څرګندېږي، چې د ابوغیاث محاکمه به تر راتلونکي کاله وځنډېږي.

د دوشنبې په ورځ( اپریل ۸ ) محکمې ته وویل شول، چې په بودیجه کې د لږوالي له امله ښايي دغه محاکمه تر راتلونکي کاله وځنډېږي.

د ابوغیث وکیل مارټن کوهین، قاضي ته وویل، چې داسې نه ښکاري، چې وکیلان دې سپتمبر پورې دې محاکمې ته چمتو شي. نوموړي جنورۍ پورې نېټه وړاندیز کړه.

مارټن کوهین محکمې ته وویل، چې د محکمې له لوري ټاکل شوي مدافع وکیل ته په کار ده، چې د څو اوونیو رخصت واخلي.

د نوموړي په وینا بودېجه کې د لږوالي له کبله دا رخصتۍ اړینې دي. قاضي لیویس کیپلن وویل، چې د خواشینۍ ځای دی، چې دومره مهمه محاکمه د بودیجې د لږوالي له امله د ځنډ ښکار شي.

ورته مطالب