شمالي کوریا بهرنیانو ته خبرداری ورکړ

Image caption له دې مخکې شمالي کوریا په خپل هېواد کې بهرنیو دیپلوماتانو ته خبرداری ورکړی و.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې پیانګ یانګ جنوبي کوریا کې بهرنیو شرکتونو، سازمانونو او سیلانیانو ته ویلي، چې د ځان د خوندیتوب لپاره دغه هېواد پرېږدي.

د دولتي خبري اژانس کې سي این کې په رپوټ کې د شمالي کوریايي مقاماتو له قوله ویل شوي، چې دوی نه غواړي د وسله والې نښتې له امله بهرنیانو ته زیان واوړي.

له دې مخکې شمالي کوریا په خپل هېواد کې بهرنیو دیپلوماتانو ته خبرداری ورکړی و، چې که جګړه پېښه شي، نو دوی د بهرنیو دیپلوماتانو د خوندیتوب ضمانت نه شي کولای.

بل لور ته جاپان ویلي، چې توکیو کې یې توغندي ضد سسټم ځای پر ځای کړی دی. د جاپاني چارواکو په خبره دوی دغه اقدام د شمالي کوریا له توغندویزې ازموینې وروسته تر سره کړی.

له دې مخکې د شمالي کوریا کار کوونکي ګډې صنعتي سیمې ته د کار لپاره حاضر نه شول. دغې سیمې کې د جنوبي افریقا بېلابېلو کمپنیو تر ۵۰ زره ډېر کوریايي کارکوونکي په دندو ګومارلي.

تېره اونۍ شمالي کوریا د جنوبي کوریا کار کوونکو ته اجازه ورنکړه ، چې دغې سیمې ته ننوځي. دغه اقدامات د دواړو هېوادونو تر منځ د ترینګلو اړیکو په لړ کې د زیاتوالي نښې نښانې بلل کېږي.

ورته مطالب