''د افغانستان په رغونه دې پاکستان نیوکه نه کوي''

Image caption د اسفندریا په وینا، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، کېدای شي افغانستان کې شاید سخت دریځي عناصر بیا سر راپورته او خپل فعالیتونه ډېر کړي.

د خیبر پښتونخوا د پښتون ملت پال عوامي نیشنل ګوند مشراسفندیار ولي خان ویلي، که هند په افغانستان کې سړکونه او روغتونونه جوړول غواړي، نو پاکستان باید د هند پر دغه کار نیوکه ونه کړي.

ښاغلي اسفندیار د پاکستان له ملي رادیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې وپوښتل، چې ''ایا پاکستان به افغانستان ته دا حق ورکړي چې د چین له خوا د بلوچستان په ګوادر کې د بندر په جوړولواعتراض وکړي''؟

دغه پښتون ملت پال مشر پخپلو څرګندونو کې دا هم ویلي چې ''پاکستان باید په هغو څیزونو اعتراض ولري چې پخپله هم دې ته چمتو وي چې د نورواعتراضونه ومني او نورو ته هم د اعتراضونو دغه ډول حق ورکړي''.

نوموړي د پاکستان پارلمان ته خپلې یوې مخکنۍ وینا ته په اشارې سره ویلي، ''کله چې طالبانو پر کندهار قبضه وکړه، دا خبره یې سپینه کړه چې د پاکستان حکومت افغانستان کې د طالبانو نظام خپل اړخ ته کشول غواړي، او دوی به د دې جوګه نه شي چې دغه نظام یوازې پرافغانستان پورې محدود نه کړي، بلکې طالبان به د ډیورنډ د کرښې دې غاړې ته هم راشي''.

نوموړي ویلي، چې د ده ددې وینا کولو پرمهال د پاکستان مخکنۍ لومړۍ وزیره بېنظیر بوټو هم پارلمان کې موجوده وه.

یوې پوښتنې ته په ځواب کې اسفندریار ولي خان له دې سره موافقه ونه کړه، چې ګني د ناټو تر وتلو وروسته به افغانستان کې وضعیت سم وي:

'''دا نظر به په بشپړه توګه غلط وي، که څوک ووايي چې د ناټو تر وتلو وروسته به هرڅه سم وي. که چېرې ایساف، افغانستان او پاکستان په ګډه د منلو وړ یو فورمول جوړ نه کړي، نو افغانستان او سیمه کې حالات بدلېدای نه شي'.

هغه دا هم ویلي چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان کې یوه تشه رامنځ ته شي، او تاریخ ښودلې ده، چې دغه خلا ډېر کله سخت دریځو ډکه کړې ده، نه د اعتدال غوښتونکو له خوا ډکه شوې.

د اسفندریا په وینا، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، کېدای شي افغانستان کې سخت دریځي عناصر بیا سر راپورته او خپل فعالیتونه ډېر کړي.

ورته مطالب