د ګوګل مشر وايي ډرون جګړه پراخوي

Image caption نوموړى وايي د بې پیلوټه الوتکو د شخصي کارونې په اړه بايد مقررات وټاکل شي.

د ګوګل شرکت مشر اېرېک شچمېټ د شخصي ډرون د تنظیم او کنټرول غږ کړی دی.

نوموړي د ګارډین ورځپاڼې سره د یوې مرکې په ترڅ کې اندېښنه وښوده چې ډرون الوتکې جګړه لا پراخوي.

د بې پيلوټه الوتکو مخ په زياتېدونکي کارونې په قانوني او اخلاقي ډول تاوده بحثونه راټوکولي دي، او د ګوګل مشر اېرېک سچمېټ هم په دغه بحثونو کې ورګډ شوى دى.

نوموړى وايي د بې پیلوټه الوتکو د شخصي کارونې په اړه بايد مقررات وټاکل شي.

ښاغلي شمېت اندېښنه ښودلې چې کېدی شي دا الوتکې ګاونډيان يو پر بل د څارنې لپاره هم وکاروي اودا وېره هم ده چې دا الوتکې د ترهګرو لاسونو ته و نه لوېږي.

ډېر هېوادونه غواړي چې د ملکي اهدافو لپاره د بې پيلوته الوتکو کارولو لپاره مقررات وټاکل شي نه د خونديتوب او تلفاتو د مخنيوى لپاره چې دې په مدني ټولنو کې اندېښنه راټوکولې ده.

داسې فکر کېږي چې د بې پيلوټه الوتکو د شخصي کارونې لپاره ډېره ليوالتيا شته د بېلګې په توګه د قانون په پلي کولو، د چاپيېريال د څارنۍ او ساينسي پلټنو لپاره ډېر په کارېږي.

ورته مطالب