د ګوانتانامو زندان ساتونکو پر بندیانو ډزې کړې

Image caption د بنديانو ځينو وکيلانو د زندان د چارواکو دغه کړنې غندلې دي.

د گوانتانامو په زندان کې د بنديانو او ساتونکو ترمنځ وروسته له هغه نښتې شوي دي چې چارواکو غوښتل هغه بنديان چې ډېرى يې د نه خوړلو اعتصاب کړى د زندان له بلاکانو وباسي.

د امريکا پوځ وايي دغه گام وروسته له هغه اوچت شو چې بنديانو څارگرې کمرې او کړکۍ وپوښلې.

د پوځ يوه چارواکي وويل، ځينو بنديانو شلخې وسلې وکارولې چې په ځواب کې دڅلورو نامرگونو مردکو ډزې وشوې.

د امريکا د دفاع وزارت وايي، د گوانتانامو ٤٣ بنديانو د نه خوړلو احتجاج کړى، خو د بنديانو مدافع وکيلان تردې دغه شمېره لوړه ښيي.

د پوځي چارواکو په وينا په لسگونو بنديان اړکړاى شوي دي چې خواړه وخوري.

امريکايي پوځان وايي د دغو نښتو په لړ کې نه ساتونکي او نه هم بنديان په جدي توگه ژوبل شوي دي.

د بنديانو ځينو وکيلانو د زندان د چارواکو دغه کړنې غندلې دي.

کارلوس وارنر چې د څو بنديانو استازيتوب کوي، اسوشتيد پريس ته ويلي چې پوځيان په لوى لاس غواړي چې لانجه پراخه کړې.

د گوانتانامو په زندان کې د نه خوړلو احتجاجونه په پرله پسې ډول کېږي، خو دغه احتجاج چې د فبرورۍ په مياشت کې پيل شوى، تر ټولو يو اوږد هغه دى.

په همدې حال کې د زندان چارواکي دا ادعاوې ردوي چې گنې احتجاج وروسته له هغه پيل شو چې د زندان د خونو د پلټنې پرمهال د قرآن کريم له نسخو سره ناوړه چلند وشو.

د بشري حقونو ډلې او د بنديانو وکيلان وايي دا زندان کې د بنديانو د برخليک د ناڅرگندتيا په اړه د نهيلۍ څرگندويي کوي.

د گوانتامو دغه زندان ٢٠٠٢ کال کې پرانيستل شو چې هغه کسان په کې واچول شي چې د ترهگرۍ ضد عملياتو په لړ کې نيول کېږي.

ورته مطالب