فلسطین: لومړي وزیر سلام فیاض استعفا ورکړه

Image caption ۶۱ کلن فیاض له ۲۰۰۷ راهیسې د فلسطیني ادارې د لومړي وزیر په توګه دنده تر سره کوله.

د فلسطیني ادارې لومړي وزیر سلام فیاض استعفا کړې او فلسطیني ولسمشر محمود عباس یې استعفا منلې ده.

د فلسطیني دولتي خبري اژانس (وفا) په رپوټ کې ویل شوي، چې ولسمشر محمود عباس له سلام فیاض نه د نوي حکومت تر جوړېدو د سرپرست لومړي وزیر په توګه د کار کولو غوښتنه کړې.

تمه کېږي، چې ولسمشر عباس په راتلونکو څو ورځو کې د نوي لومړي وزیر نوم اعلان کړي.

د خبریالانو په وینا، د ښاغلي فیاض استعفا د ده او ولسمشر عباس ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې د ژور اختلاف پایله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د دوی دواړو تر منځ د جوړجاړي کولو هڅه کړې وه، چې بې ګټې وه.

د دواړو ترمنځ هغه وخت اختلاف زور واخیست، چې تېره میاشت د مالیې وزیر نبیل قسیس استعفا وکړه.

له هغه وروسته ګنګوسې وې، چې لومړی وزیر ښاغلی فیاض هم استعفا کوي.

سلام فیاض د قسیس استعفا منلې وه، خو ولسمشر عباس رد کړې وه، چې له کبله یې له خپلې کابینې څخه د وزیرانو ایستلو او یا نه ایستلو په باب د لومړي وزیر واکمنې اغېزمنه شوې وه.

رپوټونو کې ویل شوي، چې ولسمشر عباس د لومړي وزیر فیاض له استعفا منلو مخکې څو ورځې انتظار کاوه.

بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال وایر ډېویز وايي له اسراییلو سره د فلسطینیانو د خبرو پیل کولو لپاره د امریکا په هلو ځلو کې ښاغلي فیاض ته د مهم شخصیت په نظر کتل کېدل.

د نوموړي په وینا د ولسمشر عباس لپاره به ګرانه وي، چې لومړي وزارت لپاره د فیاض په څېر شخصیت ومومي، چې د نړیوالو له باوره برخمن وي.

۶۱ کلن فیاض له ۲۰۰۷ راهیسې د فلسطیني ادارې د لومړي وزیر په توګه دنده تر سره کوله. هغه لبرال او په سیاسي توګه خپلواک بلل کېده.

نوموړي له نړیوالې مالي ادارې سره دنده تر سره کړې وه او په نړیوالو مالي او مرستندویه ادارو کې له پراخ ملاتړه برخمن و.

ورته مطالب