سوریه: د الوتکې بمباري کې ۱۸ کسان وژل شوي

Image caption سوري فعالانو له دې مخکې ویلي و، چې حکومتي ځواکونو د هېواد په شمالي حلب ښار بمبار کړی.

سوري فعالان وايي په شمال لويديځ ايالت عدليب کې د حکومت د يوې جنګي الوتکې د بمبارۍ په پايله کې لږ تر لږه ۱۸ کسه وژل شوي دي.

په غير مسلکي ډول اخيستل شويو ويډيويي تصويرونو کې پنډ لوګۍ ښکاري چې د پېښې له ځايه پورته کېږي او هغه خلک ښيي چې د مړو او ټپيانو د موندلو هڅې کوي.

په برتانيا کې مېشته د سوريې د بشري حقونو د څار يوه ډله وايي وژل شويو کې لږ تر لږه دوه ماشومان شامل دي.

د عدليب په يوه بله سيمه کې د سختو جګړو پر مهال چې حکومت هڅه کوي ياغيانو نیولې سيمې بېرته لاندې کړي، ۱۲ کسه وژل شوي دي.

د روانې میاشتې اپریل په لومړیو کې سوري فعالانو وویل، چې حکومتي ځواکونو د هېواد په شمالي حلب ښار بمبار کړی، چې د نهو ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي دي.

د سوریې د بشري حقونو برتانیا مېشتې ډلې هغه مهال وویل، چې جنګي الوتکو د حلب ښار شیخ مقصود سیمې په لوېديځه غاړه کې له مخالفو وسله والو سره تر نښتې وروسته بمبار کړی دی.

دغې ډلې دا هم ویلي و، چې د دیموکراتیک اتحاد ګوند وسله والو غړو د دغې سیمې د جنوبي دروازې پر سیمه برید کړی، او د بمبار په غچ اخیستو یې پنځه حکومتي پوځيان وژلي دي.

د ټولنې په وینا، هوايي برید څو ورځې وروسته تر هغو وشو، چې د حکومتي او وسله والو مخالفانو ترمنځ سختې نښتې شوې وې.

دا وروستیو کې د بشري حقونو د څار ادارې د سوريې حکومت مخالفو پر سيمو د پوځي الوتکو د بريدونو په تړاو په خپلې يوې تر ټولو هر اړخيزې څېړنې کې، پر حکومت تور ولګاوه، چې پر ولسي وګړو يې بې توپيره او ځينې مهال قصدي بريدونه کړي چې جنګي جرمونو سره اړخ لګوي.

د سوريې هوايي ځواکونه د تېرکال په جولاى کې د ياغيانو پر ضد جګړه کې ښکېل شول او د بشري حقونو د څار ادارې په وينا، دغو ځواکونو له هغه مهاله راهيسې، په يو يا بل ډول ، په ورځنۍ توګه د سوريې په لر او بر کې بريدونه کړي دي او دا هم پټه نه ده چې ډېر ولسي وګړي د بريدونو قربانيان دي.

ورته مطالب