د هندي ۲۵۰ زرو ډالرو قیمتي زرین کمیس

Image caption داتا فیوګ ته د دغه کمیس تر رانیولو وروسته "زرین سړی" لقب ورکړل شو.

یوه هندي سړي داتا فیوګ د نړۍ تر ټولو د لوړ قیمت کمیس په ۲۵۰ امریکايي ډالرو رانیولی دی، چې وزن یې ۳ کیلوګرامه خاص سره زر دی.

دغه سره زر د هغو قیمت بها زرو له کورنۍ څخه دي، چې شتمن هندوان یې تل د موندلو هڅې کوي.

داتا فیوګ ته د دغه کمیس تر رانیولو وروسته "زرین سړی" لقب ورکړل شو.

فیوګ ګڼ نور زرین توکي هم لري، د لاسو بنګړي، ګوتې، کړۍ، میډالونه.

خو د هغه تر ټولو قیمتي ملکیت همدغه کمیس دی.

فیوګ ویلي "ګڼ خلک رانه پوښتي، چې ولې د دومره قیمتي سرو زرو کمیس اغوندم، خو د دغه قیمتي کمیس اغوستل زما یو مخکنی خوب دی"، چې په وینا یې "د خلکو تمې توپیر لري، ځینې د مرسډیس ګاډو لرل غوره بولي، خو زه سره زر خوښوم".

ځانګړی مناسبت

که څه هم د نړۍ ډېر شتمن کسان د دومره قیمت لرونکي کمیس یا کالیو اغوستلو ته زړه نه ښه کوي، خو فیوګي وايي، چې دغه کمیس په ځینو ځانګړو مراسمو کې اغوندي، لکه پارټۍ او رسمي بلنې او مراسم.

د فیوګي په خبره، د دغه کمیس په اړه ډېرې خبرې شته، ځینې یې ښکلا خوښوي، ځینې نور بیا دا یو بې ځایه لګښت بولي.

د ګاڼو یو سوداګر تیجبال رانکیر چې دغه کمیس یې چمتو کړی، وايي چې "د کمیس جوړوونکې ډله د کمیس د ډیزاین پرمهال له ستونزې سره مخامخ شوه، چې ایا دوی کولای شي د عادي کمیس په څېر یو ساده کمیس جوړ کړي، چې په اغوستلو کې ستونزه ونه لري، کله مو چې د کمیس جوړولو هوډ وکړ، ډېر دقت مو وکړ".

Image caption فیوګ په هرو ۶-۸ میاشتتو کې یو ځل د سرو زرو ګاڼه اخلي.

رانکیر زیاتوي: "د هندي پاچاهانو د ګڼو کالیو عکسونه او ډیزاینونه مو ولیدل، خو د دغه کمیس د څيرې کېدا د مخنيوي لپاره مو یوه بخملي ټوټه وکاروله".

فیوګ وايي: "د دغه کمیس اغوستل سړي ته نېکمرغي ور په برخه کوي، او ډېره ژوره خوشالي سړی احساسوي".

دی زیاتوي "که چېرې مې پوهنتون کې د زده کړې پرمهال دغه قیمتي کمیس اغوستی وای، ډېرو به دا باور کاوه چې ګني زه د یوې شتمنۍ کورنۍ غړی یم، نن زه څو ویشت کلن یم، چې د سرو زرو کمیس اغوستلو ته مې مخه کړې ده".

فیوګ په یوه عادي کورنۍ کې ستر شوی، بیا یې د ملکیتونو په برخه او له خپل ښاره بهر د پور ورکولو په اداره کې کار کړی دی.

فیوګ په هرو ۶-۸ میاشتتو کې یو ځل د سرو زرو ګاڼه اخلي.

د ښځو سربداله کول

ځینې خبري رپوټونه وايي، چې دغه قیمتي زرین کمیس د ښځو د سربداله کولو په خاطر اخیستی، خو دی وايي چې له سیما سره یې واده کړی، او ډېر ورسره خوشاله دی.

فیوګ زیاتوي، چې ښځه یې ۵۰۰ ګرامه سره زر لري، چې بیا ده ورته د سرو زروه یوه غاړکۍ او لاسي بکسه هم اخیستې ده.

دی وايي "سرو زرو ته د پانګونې په سترګه ګورم، کله چې کومه پېښه وشي، خرڅوم یې او له خپلو پیسو ګټه اخلم".

ورته مطالب