مصنوعي بډوډی جوړ شوی

بډوډی
Image caption مصنوعي بډوډي د ناروغانو لپاره د ژوند یوه تمه کېدای شي.

امریکايي پوهانو ویلي یو داسې مصنوعي بډوډی یې جوړ کړی، چې په سمه طریقه بولې افرازولی شي، خو لومړۍ تجربه یې پر څارویو کړې ده.

وړاندې په لابراتوارونو کې د انسان نور غړي هم جوړ شوي، خو د دا ډول خورا پېچلیو غړیو جوړول یوه نوې خبره ده.

د نیچر میډیسن مجلې په یوه خپره شوې څېړنه کې ویل شوي، چې مصنوعي بډوډی د طبیعي هغه پر تله لږه وړتیا لري، خو پلټنو ښودلې ده، چې دا د طب په برخه کې یوه لویه لاسته راړونه ده.

دواړه بډوډي د وینې د تصفیې او ناوړه څیزونو د لیرې کولو دنده لري، او له بدنه اضافي اوبه وباسي.

په نړۍ کې ګڼ کسان د بډوډي له ناروغۍ کړېږي، خو که چېرې دغه مصنوعي بډوډي سم کار ورکړي، شاید د دغو ناروغانو بخت یاري ورسره وکړي.

تېر کال د ماساچوسټ روغتون څېړونکو وویل، چې د انسان مصنوعي بډوډی جوړېدلی شي.

دوی د یوه موږک پر پښتورګي تجربه کړې وه او پخوانۍ ژوڼکې یې ترې ایستلې وې.

مصنوعي جوړ شوی بډوډی په یوه ځانګړي تناره کې د ۱۲ ورځو لپاره پرېښودل شوی، چې د حرارت درجه یې د موږک د بدن له حرارت سره مساوي برابره شوې ده.

کله چې پر دغه بډوډي تجربه ترسره شوه، د بولو د افرازولو کچه په سلو کې د عادي افراز په پرتله ۲۳ وه.

پوهانو د موږک د بډوډي زرع کولو هڅه کړې، خو په بدن کې یې تر نصبولو وروسته د فعالیت کچه پنځه سلنه راټيټه شوې ده.

خو د پوهانو یوه مشر ډاکټر هیرالت اوټ بي بي سي ته ویلي چې د بډوډي د یوې برخې ترمیمول کفایت کوي، کله چې ناروغ د اتومات وینې تصفیې ته مراجعه کوي، پښتورګي یې په سلو کې ۱۰-۱۵ پورې فعالیت کوي.

دی وايي، چې د ناروغانو لپاره داسې یو لوی فرصت هم شته چې "یوازې د امریکا په متحدو ایالتونو کې کابو ۱۰۰ زره کسان د بډوډي زرع کولو ته په انتظار دي، چې هرکال د ۱۸ زره کسانو هغه بډوډي رغول کېږي، چې کار یې پرېښی دی".

ورته مطالب