بي بي سي: د ش کوریا راپور خپروو

Image caption بي بي سي وايي د (LSE) زده کوونکيو ته چې په دغه سفر تللي، مخکې له مخکې ويل شوي وو، چې يو خبريال غواړي له دوی سره سفر وکړي، او په روښانه توګه يې د نيونې او بنديتوب خبرداری هم ورکړی و.

بي بي سي هغه راپورونه رد کړي، چې د (لندن اقتصاد ښوونځي) پوهنتون زده کوونکي يې له خطر سره مخامخ کړي، کله چې يو پټ خبريال شمالي کوريا ته له دوی سره څېړنيز سفر کې مل شو.

دغه پوهنتون وايي جان سويني دغه تړلي هېواد ته د ننوتو لار موندنې په موخه خپل ځان د (LSE) زده کوونکي په توګه پېژندلی و، او له ده سره دوه نور خبريالان هم ملګري وو، چې د بي بي سي پانوراما پروګرام يو مستند فلم لپاره فلم واخلي، چې ټاکل شوې نن دوشنبه خپور شي.

د فيليپا توماس پرې نور حال لري.

د بي بي سي پانوراما پروګرام د شمالي کوريا له پلازمېنې پيونګ يان نه پراخې کليوالې او هم له جنوبي کوريا سره پر پوله ناپوځي سيمې ته د جان سويني سفرونو انځورونه کوي.

د بي بي سي پانوراما پروګرام وايي سويني د مځکې پر مخ تر ټولو سخت کنټرولېدونکي هېواد کې اته ورځې په پټه تېرې کړې.

بي بي سي وايي د (LSE) زده کوونکيو ته چې په دغه سفر تللي، مخکې له مخکې ويل شوي وو، چې يو خبريال غواړي له دوی سره سفر وکړي، او په روښانه توګه يې د نيونې او بنديتوب خبرداری هم ورکړی و.

خو (LSE) پوهنتون شکايت کړی چې په واقعيت کې د بي بي سي دري کسيزه ډله له دوی سره ملګرې شوې وه، او په يوه اعلاميه کې يې ويلي چې د بي بي سي دغه عمل کېدی شي د (LSE) پوهنتون اکاډميک او علمي ريښتيوالي نامه ته زيان ورسوي.

جان سويني بيا ويلي زده کوونکيو دی ساتلی و، ځکه چې د ده په خبره دوی د نوي نازي دولت په اړه پر ريښتيا ويلو باور لري.

خو (LSE) پوهنتون وايي دوی خواشينی دي چې بي بي سي له خپل پلان شوي پروګرام خپراوي لاس نه اخلي.

ورته مطالب