مشرف ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ور نه کړل شوه

Image caption د دې نه وړاندې کراچۍ، اسلام آباد او قصور نه هم ټاکنو کې شريکېدو په تړوا ښاغلى مشرف وړ نه وو بلل شوى.

پاکستان کې محکمې پخوانى ولسمشر او پوځي جنرال پرويز مشرف چترال څخه هم ټاکنو کې برخې اخيستو څخه منع کړى دى.

خو د هغه وکيل وايي د دې پرېکړې پر ضد به سترې محکمې ته اپيل کوي چې محکمې یې حق هم ورکړی دی.

د دې نه وړاندې کراچۍ، اسلام آباد او قصور نه هم ټاکنو کې شريکېدو په تړوا ښاغلى مشرف وړ نه وو بلل شوى.

هغه قانون پوهان چې د ښاغلي مشرف د واکمنۍ پرمهال نیول شوي وو وايي جنرال مشرف د عدلیې چارو د لوړ رتبه کارکونکو په نیولو له هېواد سره خیانت کړی او باید محاکمه شي.

دغه راز پر هغه تور دی چې د پخوانې صدراعظمې بینظیر بوټو د امنیت په ساتلو کې پاتی راغلی و او د دې ترڅنګ د پخواني بلوڅ مشر نواب اکبر بکټي د وژلو پړه هم پرې اچول شوې ده.

په عين حال كې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د مسلم لیګ (ن) ګوند پر ځايي مشر بمي برید کې څلور کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي.

تېره میاشت متقاعد جنرال پرویز مشرف چې له تېرو څو کلونو راهیسې په دوبۍ او لندن کې اوسېده خپل هېواد ته ستون شو.

د ستنېدو پر مهال ښاغلي مشرف وویل غواړي پاکستان وژغوري او هیله لري چې په راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل ګوند د مشر په توګه ګډون وکړي.

ورته مطالب