بلوچستان: د مسلم لیګ ګوند پر ځايي مشر بمي برید شوی

Image caption دوه کاله مخکې هم په ثناالله زهري برید شوی و.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د مسلم لیګ (ن) ګوند پر ځايي مشر بمي برید کې څلور کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي.

د ثناالله زهري د ګاډو پر کتار د بلوچستان په خضدار سیمه کې بمي برید شوی.

د پاکستان دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چې برید د خضدار (ګیټ پل) سیمه کې هغه مهال وشو، چې ثناالله زهري د ټاکنیز کمپاین په لړ کې له سیمې تېرېده.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، چې بم د ریموټ کنترول له لارې وشو، چې خپله ثناالله زهري ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د نوموړي په وینا په وژل شویو کې د نوموړي زوی، میر سکندر، ورور مهرالله او وراره میر زیب شامل دي.

په وژل شویو کې د ثناالله زهري یو ساتونکی هم شامل دی او ۲۵ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو ایالتي سکرتر اکبر دراني اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې د ثناالله زهري د ګاډو په کتار کې ۲۰ ګاډي روان وو، چې د نوموړي له کوره وتو سره سم د لاس جوړ شوي بمي برید ښکار شوو.

د نوموړي په وینا بم د ثناالله زهري د ګاډي له تېرېدو وروسته وچاودېد، چې له کبله یې نوموړی خوندې پاتې شو، خو د نوموړي په خبره، کتار کې شامل لږ تر لږه څلور ګاډي د بمي برید له کبله زیانمن شوي دي.

دوه کاله مخکې هم په ثناالله زهري برید شوی و، چې نوموړی په کې خوندې پاتې شو. بلوچستان کې د ټاکنیز کمپاین له پیلېدو راهیسې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون پر ځايي دفتر لږ تر لږه درې بریدونه شوي، خو پر کوم کاندید دا لومړی برید دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د ټاکنو کمېسیون پر دفتر د بریدونو مسوولیت د (بلوڅانو د خپلواکۍ اییتلاف) نومي سازمان منلی و.

ورته مطالب