د امریکا بوسټن کې د " ترهګریزو " چاودنو څېړنه کېږي

Image caption د چارواکو په وینا چاودنې د دوشنبې په ماسپښین د بوسټن ښار فوټو برج ته څېرمه وشوې.

د امریکا د متحده ایالتونو د مېساچوسټس ایالت په مرکزي ښار بوسټن کې د ځغاستې سیالیو پر مهال د چاودنو په لړ کې څېړنې دوام لري.

د دې چاودنو په پایله کې درې کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.ویل کېږي، چې د ۱۷ ټپیانو روغتیايي حالت ښه نه دی.

د امریکا فدرالي څارګرې ادارې ایف بي ای دغه څېړنې ( شونې ترهګریزې څېړنې) بللې دي.

که ثابته شي، چې دغه پېښه ترهګریزه کړنه وه، نو امریکا کې به د ۲۰۰۷ د یوولسمې له نهمې وروسته دغه تر ټولو ناوړه ترهګریزه پېښه وي.

بوسټن پولیسو ویلي، دوی ۲۴ ساعته کار کوي او رخصتۍ یې لغو شوې دي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې د پېښې عاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

که څه هم ولسمشر اوباما د ترهګرۍ اصطلاح و نه کاروله خو له هغه وروسته د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل" هره هغه کړنه، چې له یوې ډېرې چاودېدونکې الې په کې وکارول شي او همداسې معلومیږي، دا یوه څرګنده ترهګریزه کړنه ده او دا به یوه ترهګریزه کړنه وبلله شي."

Image caption بوسټن کې د چاودنې شاوخوا سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده.

د بوسټن پولیسو مشر اېډورډ ډېوس له چاودنو وروسته خبرې غونډې ته وویل" له مخکې نه هېڅ معلومات نه وو تر لاسه شوي، چې داسې څه پېښېدونکي دي".

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې په خپلو کورونو کې اوسي او بهر د ډلو په څېر یو ځای نه شي.

د یوه ځايي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د څېړنو په لړ کې د بوسټن په څنډو کې د یوه اپارتمان تالاشي اخېستله کېږي.

د مېساچوسټس والي (ګورنر) یوې خبرې غونډې ته په وینا کې وویل" د سې شنبې په ورځ به ښار پرانیستی وي، خو د نوموړي په وینا ډېر شمېر امنیتي ځواکونه به ښار ته ولېږل شي، د پارسلونو او سفري بیکونو سخته تالاشي به اخېستله کېږي او ټولو خلکو ته ویل کېږي، چې خبردار اوسي."

د امریکا د څارګرې ادارې ایف بي ای په وینا وژل شویو کې یو اته کلن ماشوم هم شامل دی او د وژل شوي هلک مور او خور په ټپیانو کې شاملې دي، ماشوم په سیالیو کې ګډون کوونکي پلار ته منتظر و.

Image caption وژل شویو کې یو اته کلن ماشوم هم شامل دی او د وژل شوي هلک مور او خور په ټپیانو کې شاملې دي.

بوسټن کې د چاودنې شاوخوا سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده او مرستندویه فعالیتونه دوام لري او د نیویارک ښار ټایمز سکوایر او پلازمېنې واشنګټن ډي سي له پنسلوانیا ایونیو سیمو څخه هم خلک ایستل شوي دي.

بوسټن کې د چاودنو ځای ته نژدې هارورډ پوهنتون او هغه ته څېرمه کینېډي ښونځی هم تړل شوي دي.

د چارواکو په وینا چاودنې د دوشنبې په ماسپښین د بوسټن ښار فوټو برج ته څېرمه د ځغاستې سیالیو (مراتن) د پای ته رسېدو ځای ته نژدې وشوې، چې زرګونه کسان په کې موجود وو. د بوسټن مراتن سالۍ د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې پیل شوې او د نړۍ له شپږو لویو سیالیو څخه یوه بلله کېږي.

ورته مطالب