"د بوسټن چاودنو عاملین به د خپلو کړنو سزا وویني"

Image caption تاسې ته باید معلومه شي، چې څنګه موږ معلومات تر لاسه کړو، زموږ مسوولین به سم لاسي تاسې ته په دې اړه معلومات درکړي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما په یوه ټیلویزوني وینا کې ویلي، د بوسټن چاودنو عاملین به ولټول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د نوموړي په خبره موږ تر اوسه نه پوهېږو، چې دا کړنه چا او ولې کړې او خلک باید تر هغه مهاله له زغمه کار واخلي، چې پایلې جوتې شي.

د ولسمشر اوباما په وینا هېڅ ډول تېروتنه به و نه شي او رښتیني معلومات به تر لاسه شي، دا به معلومه شي، چې دا کار چا کړی، موږ به معلومه کړو، چې دا کړنه ولې تر سره شوې، هغه ډله، یا کس به د عدالت ځواکمنتیا په کره توګه احساس کړي، چې دغه کړنه یې تر سره کړې.

نوموړي زیاته کړه، تاسې ته باید معلومه شي، چې څنګه موږ معلومات تر لاسه کړو، زموږ چارواکي به سم لاسي تاسې ته په دې اړه معلومات درکړي، دا مهال موږ د معلوماتو راټولو په پړاو کې یو، خو زه غواړم بیا ووایم، چې موږ به د پېښې عاملین ومومو او دوی به په سزا ورسوو.

د امریکا ولسمشر مشر وايي حالات په کلکه څاري او د فدرالي حکومت له لوري یې ایالتي حکومت او ځايي چارواکو ته د بشپړو مرستو رسولو امر کړی، چې د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي او له اړتیا سره سم په ټوله امریکا کې امنیتي ګامونه پورته شي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه دا مهال د پېښې په اړه ټولو پوښتنو ته بشپړ ځوابونه نه لري، خو د نوموړي په خبره ورته معلومه ده، چې بوسټن کې د ځغاستې سیالیو کې د چاودنو له امله یو شمېر کسان ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه دی.

چارواکو ته امر

هغه وویل د فدرالي څارګرې ادارې ایف بي ای مشر ملر او د هوم لنډ سیکورټي له سکرتر سره یې د پېښې په اړه خبرې کړې او هغوی د پېښې په اړه د غبرګونو او معلوماتو تر لاسه کولو لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي.

ولسمشر اوباما وویل، د ایالت والي (ګورنر) پېټرک او ښاروال مېنېنو ته یې ویلي، چې د اغېزمن شویو کسانو او د هغوی د کورنیو سره د مرستې لپاره ټول ممکنه فدرالي وسایل په واک کې لري او ټول امریکایان په دې حالاتو کې د دوی تر څنګ ولاړ دي.

د امریکا ولسشمر له پېښې وروسته د مرستندویه کار کوونکو او بېړنیو حالاتو کې د امنیتي ځواکونو د سم لاسي غبرګون ستاینه وکړه او ویې ویل هغو کسانو ته سلام، چې په چټکیتا او مسلکي ډول یې د دې غمېزې پر مهال په مرستندویه فعالیتونو کې برخه واخیسته.

ورته مطالب