پاکستاني بلوچستان کې زلزلې ۳۵ کسان وژلي

د ایران او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمه کې د سختې زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ ته رسېدلی. ویل کېږي، چې په زلزله کې د ټپیانو شمېر ۱۵۰ دی.

د بېړنیو حالاتو پر مهال د مرستو پاکستانۍ ادارې مشر بي بي سي ته ویلي، چې پرونۍ زلزلې کې ۳۵ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ پورې ټپیان دي. د نوموړي په وینا زلزلې کې نږدې ۱۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د پاکستاني بلوچستان سرحدي سیمې د دې زلزلې له امله زیامنې شوې دي.

له دې مخکې د پاکستاني بلوچستان په ماشخیل سیمه کې ځايي خبریال فاروق قبداني بي بي سي ته وویل، چې وژل شوي کسان تېره شپه خاورو ته سپارل شوي.

د نوموړي په خبره سیمه کې طبي اسانتیاوې په نشت حساب دي، ځکه ځايي خلکو له یو شمېر ټپیانو سره خپله په درملنه کې مرسته کړې او یو شمېر نور د درملنې لپاره د دالبندین او کوټې روغتونونو ته لېږل شوي دي.

د نوموړي په خبره شپې مهال مرستندویه فعالیتونه په ټپه ولاړ وو، خو ګهیځ وختي یو شمېر ټپیان د پوځي هیلیکوپترو له لارې کوټې ته لېږدول شوي ، خو نور مرستندویه فعالیتونه تر اوسه نه دي پیل شوي.

له دې مخکې د پاکستاني په پارلمان کې د خاران سیمې د خلکو استازي احسان الله ریکي بي بي سي ته ویلي و، چې ماشخیل روغتون ته تر اوسه د ۱۵ کسانو جسدونه او لسګونه ټپیان وروړل شوي، خو د نوموړي په وینا روغتون کې دارو درمل او نورې طبي اسانتیاوې په نشت حساب دي.

د نوموړي په وینا د زلزلې له کبله لدګشت نومي کلی په بشپړه توګه ویجاړ شوی.

د پاکستاني سرې میاشتې استازي محمد عظیم بي بي سي ته وویل، چې زلزلې پراخه ویجاړي رامنځ ته کړې. د نوموړي په وینا د ټپیانو شمېر له ۱۰۰ زیات دی.

د سرې میاشتې ځايي چارواکي وايي سیمې ته یې مرستندویه ډلې استولې دي. بل لور ته د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوې خبر پاڼې کې ویل شوي، چې د ایف سي نومي ملېشه ځواک عسکر په زلزله ځپلې سیمه کې په مرستندویه فعالیتونو بوخت دي او د هیليکوپترو له لارې هم سیمې ته مرستې استول شوې دي.

د دې زلزلې ټاکانونه افغانستان، پاکستان، هند او منځني ختیځ کې هم احساس شوي دي. تهران کې د بي بي سي خبریال وايي دا په ایران کې د تېرو ۴۰ کلونو په مودې کې تر ټولو سخته زلزله وه.

پاکستان کې د بي بي سي خبریال وايي زلزله د پاکستان په کوټه او کراچۍ ښارونو کې هم محسوسه شوې ده. د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي چې دغه هېواد کې زلزله پنځه اعشاریه څلور درجې وه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په وینا زلزله د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې هم احساس شوې ده. د بهرنيو چارو د وزارت وياند جانان موسى زي بي بي سي ته وويل تر دې دمه يې په افغانستان کې دننه د ځاني زيان خبر نه دى ترلاسه کړى

د رپوټونو له مخې زلزله د ایران په جنوب ختیځه سیمه کې راغلې، چې د ریکټر په کچه یې شدت اووه اعشاریه اته درجې ثبت شوی دی.

رپوټ کې ویل شوي چې د دې زلزلې مرکز له سراوان ښاره ۸۱ کیلومتره لېرې او په ځمکه کې ۱۸ کیلومتره ژور و.

زلزله د ایران له ځايي وخت سره سم د ماسپښین درې بجې او ۱۴ دقیقې راغله، چې مرکز یې د ایران اوپاکستان پولې ته څېرمه د خش کلی و.

د ایران د دولتي ټلویزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي چې تر اوسه د زلزلې له کبله ۲۷ کسان ټپیان دي خو د مړو کوم رپوټ نه دی تر لاسه شوی.

د ایران په جنوب ختیځو سیمو کې د روانې میلادي میاشتې په ۱۰ مه هم یوه زلزله وشوه چې په بوشهر ښار کې یې لږ تر لږه ۳۷ کسان ووژل او ۸۵۰ کسان یې ټپیان کړل.

د ایراني خبري اژانس فارس په رپوټ کې ویل شوي و چې د زلزلې مرکز کلیواله سیمه ده.

د نړیوالو خبري اژانسونو په رپوټونو کې ویل شوي، چې په نوي ډیلي، دوبۍ او ابوظبهي کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي او خلک له کورونو بهر ته ووتل.

ورته مطالب