د هند په بنګلور ښار کې چاودنه شوې

Image caption د هند د څارګرې ادارې این ای اې چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او څېړنې یې پیل کړي دي.

جنوبي هند کې ځايي پولیس وايي د کرناټک ریاست په بنګلور ښار کې د یوه سیاسي ګوند دفتر مخې ته چاودنه شوې، چې له کبله یې د ۸ پولیسو په شمول لږ تر لږه ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

پولیس وايي داسې احتمال شته، چې بم په یوه موټر سایکل کې ایښی و، چې و چاودېد.

ټپیان نژدې یوه روغتون ته لېږدول شوي، چې د چارواکو په وینا د دوو روغتیايي حالت ښه نه دی.

د پي ټي ای خبري اژانس په رپوټ کې د ځايي پولیسو د مشر راګهویندراورادکر له قوله ویل شوي، چې چاودنه ملېشروم سیمه کې له ځايي وخت سره سم شاوخوا ۱۰ بجې وشوه.

" زه دومره ویلای شم، چې دا یوه چاودنه وه، په پیل کې داسې ګومان کېده، چې د ګازو ډبې چاودنه به وي، خو اوس موږ داسې فکر کوو، چې دا موټرسایکل بم چاودنه وه."

دغه چاودنه داسې مهال شوې، چې راتلونکو څو اونیو کې دغه ایالت کې د اسمبلۍ لپاره ټاکنې کېدونکې دي. د عیني شاهدانو په وینا چاودنه خورا زوروره وه، چې تر لېرې ځایونو پورې واورېدل شوه.

چاودنه د واکمن توند لاري بي جي پي ګوند د دفتر مخې ته شوې.

د هند څارګرې ادارې این ای اې چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او څېړنې یې پیل کړي دي. د هند د کورنیو چارو فدرالي وزیر ار پي این سنګ ویلي، چې په دې اړه څه ویل له وخته مخکې دي، چې چاودنه څنګه شوې، خو نوموړي له خلکو وغوښتل، چې ارام اوسي او په اوازو پسې و نه ګرځي.

تېره فبروري کې د هند په یوه بل جنوبي ښار حیدراباد کې د یوې بمي چاودنې له کبله ۱۷ کسان وژل شوي وو او له ۱۰۰ ډېر ټپیان وو.

ورته مطالب