اسد سوریه کې لوېديځ د القاعدې په ملاتړ تورنوي

اسد
Image caption ولسمشر اسد په خپله مرکه کې پر اردن هم تور ولګاوه چې مخالفو جنګياليو ته د پولې په اوږدو ازاد خوځښت ته پرې ايښي دي.

د سوريې ولسمشر بشار الاسد ويلي لوېديځ به د هغه لپاره اوچته بيه پرې کوي چې ده په خپل هېواد کې د القاعدې ملاتړ وباله.

ښاغلي اسد په يوه ټلوزيوني وينا کې د خپل هېواد حالت په افغانستان کې له توندلاريو د امريکا ملاتړ سره پرتله کړ، چې له مخې يې طالبان او القاعده راپورته شول.

د ښاغلي اسد دغه مرکه د الاخباريه په نامه پر حکومتي ټلوېزيون خپره شوې، چې په ۱۹۴۶ کال کې له فرانسې نه د سوريې خپلواکۍ ورځې لمانځنه کې يې کړې.

بشار الاسد خپلو خبرو کې هغه ملاتړ ته اشاره وکړه چې امريکا په ۱۹۸۰ لسيزه کې د شوروي ښکېلاک پر وړاندې له افغان مجاهدينو کاوه، ده وويل لوېديځ به د سوريې په اړه هم د خپل دريځ ګرانه بيه پرې کوي:

بیه

"وروستۍ شمېرنه کې به سوريه بيه پرې کوي. دا به يوه ګرانه بيه وي. موږ اوس سوريه کې د بسنټيزې ودانۍ د ويجاړۍ پايلې او د سوچ فساد ګورو. ان که دولت هم ګټونکی وي، يو کمزوری دولت به وي. همدا په دې ملاتړ سره د لوېديځ موخه ده. خو دغه لوېديځ نه پوهېږي، او يا به پوهېږي او اوس مهال له دې خبر نه دی چې دغه ترهګري به اروپا ته ستنېږي.

لوېديځې رسنۍ د دغو خطرونو په اړه خبرې پيل کړې دي. خو په حقيقيت کې خبره دا ده لکه څنګه چې دوی په افغانستان کې د القاعدې مالي ملاتړ وکړ او بيه يې بيا ګرانه پرې کړه. اوس يې په سوريه، ليبيا او نورو ځايونو کې ملاتړ کوي، او دوی به يې بيه وروسته د اروپا په زړه او امريکا کې پرې کوي"

ولسمشر اسد په خپله مرکه کې پر اردن هم تور ولګاوه چې مخالفو جنګياليو ته د پولې په اوږدو ازاد خوځښت ته پرې ايښي دي.

ده وويل د ده ماته به ناوريني پايلې ولري، او له بری پرته بل غوراوی تر مخ نه لري. ښاغلي اسد خپلو خبرو کې وويل دوی اوس له توندلارو ډلو سره مخامخ دي:

اجیر جنګیالي

"دلته کورني عوامل شته، يوه ډله غله هم دي، يوه ډله اجير جنګيالي چې د زيان رسونې ځانګړيو فعاليتونو لپاره له بهره پيسې ترلاسه کوي، او بيا تکفيري ډلې، يا القاعده يا د النصرة جبهه ده، چې ټول تر يوه فکري چتر لاندي راځي.

په حقيقت کې څه چې اوس پېښېږي دا دي چې موږ په کې له دغو تکفيري ځواکونو سره مخامخ يوو. لومړی او دویم عامل سره په کلکو ګوزارونو عملي چلن شوی، دوی يا په ځينو سيمو کې له منځه وړل شوي، او يا دې ته اړ شوي چې د القاعدې تر چتر لاندې کار وکړي."

د سوريې مخالفو وسله والو (النصره جبهه) په نامه ډلې په دې وروستيو کې القاعدې سره خپله وفاداری اعلان کړې او اوس د امريکا ترهګرۍ تور لست کې ځای لري.

دغه ډله د سوريې حکومت ضد يو فعاله ځواک په توګه راڅرګنده شوې ده.

دغې ډلې داوه کړې چې د سوريې شخړې اوږدو کې د ډېری ځانمرګيو بمي بريدونو ترشا وه.

ورته مطالب