اوباما ته د ''ریسین'' زهري موادو ډک لیک

اوباما
Image caption وړاندې پولیسو یو داسې کس نیولی و، چې له لیکونو یو ډک بکس یې د مشرانو جرګې دفتر ته د وړلو په حال کې په شا کړی و.

سیمه ییزو امریکايي خبري رسنیو ویلي چې "په مسيسیبي ایالت کې مېشت د پاول کیفین کیرټس په نامه ۴۵ کلن کس، هغه کس، چې دوه لیکونه یې ولسمشر اوباما او سناتور روجر ویکر ته استولي وو، نیول شوی دی".

دوی دا هم وايي چې "اوباما او ویکر ته د لیکونو استولو یو پلان و، ځکه چې د لیک ژبه یوه ده، او یو ډول پوستي ټاپه پرې لګول شوې ده".

په لیکونو کې راغلي چې "دا چې تېروتنه ووینې او په ډاګه یې نه کړې، ته یې په پرله پسې توګه چوپ شریک یې".

پر دواړو لیکونو یو ډول لاسلیک شوی، چې په کې لیکل شوي: "زه کې. سي. یم او د دغه لیک ملاتړ کوم".

د لیکونو پر پوښونو د پوست یو شان ټاپې د روان اپرېل پر اتمه نښلول شوې.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې ایف. بي آی ویلي چې "د لیکونو ترمنځ هېڅ ډول داسې تړاو نه شته، چې ګني د "ریسين" زهرجرنې مادې او د بوسټن د تېرو بریدونو تړاو وښيي".

ايف. بي . آی وايي چې کیرتس درېیم لیک هم د مسیسیبي یوه قضايي چارواکي ته له "ریسین" زهرجنو موادو سره یوځای استولو ته چمتو کړی دی.

وړاندې پولیسو یو داسې کس نیولی و، چې له لیکونو یو ډک بکس یې د مشرانو جرګې دفتر ته د وړلو په حال کې په شا کړی و.

چارواکو ویلي، چې د لیکونو ترلاسه کولو دغه طریقه له دودیز پروتوکول سرغړونه ده، ځکه چې هېڅ چارواکی باید هغه ته استول شوی پوستي لیک مستقیماً ترلاسه نه کړي.

ورته مطالب