د بوسټن د برید دویم تورن ونیول شو

Image caption پولیس وايي، تورن د واټر ټاون یوه کور شا ته په یوه کوچنۍ کښتۍ کې پټ شوی و.

د متحدو ایالتونو چارواکو ویلي، چې د بوسټن ښار چاودنې دویم تورن جوهر څارنایف یې هم د بوسټن ښار په واټر سیمه کې تر کلابندې کېدو وروسته نیولی دی.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال لقمان احمد وايي، تورن جوهر څارنایف د یوه کور ترڅنګ په یوه کوچنۍ کښتۍ کې پټ شوی و.

پولیسو خبریالانو ته وویل، چې تورن روغتون ته وړل شوی، او وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی.

رپوټونه وايي، چې پولیسو پر هغه ډزې کړې او لګېدلی، چې د نیول کېدا پروخت په وینو کې لت پت و.

پولیسو دا هم ویلي، چې امنیتي ځاکونو وروسته تر هغو د څارنایف د ځای تر څرک لګولو وروسته پر هغه پسې ورغلل، چې په ووټر ټاون کې یوه اوسېدونکي د هغه د شتون په اړه ورته وویل.

د سارنایف تر نیول کېدا وروسته، ولسمشر بارک اوباما د امنیتي ځواکونو کړنې وستایلې، خو وړاندې یې ویلي وو، چې ګڼ نا ځواب شوې پوښتنې شته.

وړاندې اوباما تېره شپه ویلي وو چې "ګڼې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي، لکه: ولې دغه دواړه زلمیان دلته ستر شوي، زده کړې یې کړې او زموږ د ټولنې یوه برخه وو، او زموږ هېواد یې د یوه داسې تاوتریخوالي خوا ته بوت؟ څرنګه یې دا پلان جوړ کړی او عملي کړی دی، د چا په مرسته یې دا کار کړی دی؟".

مخکنی راپور

د متحدو ايالاتو په بوسټن ښار کې پوليس د هغو دوو کسانو له ډلې په يوۀ پسې سخت لټون پيل کړى چې دوى پرې په همدغه ښار کې پر اوږد واټنې ځغاستې د بمي بريد په چاره کې د ښکېلېدا شک کوي.

رپوټونه د لادرکه سړي نوم دوشکار څرانيف ياد کړى چې وايي چيچنيايي الاصله دى.

پوليس فکر کوي چې پټ شوى کس په يوۀ کور کې دى چې دوى کلابنده کړى.

له خلکو غوښتنه شوې چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د باندې و نه ځي.

ښاري ترانسپورت ولاړ دى او د سود سودا مرکزونو ته ويل شوي چې دروازې وتړي.

دويم د شک وړ کس له پوليسو سره تېره شپه په ډزو ووژل شو.

وژل شوى کس د دوشکار څرانيف ورور تيمور نومول شوى دى.

ليلیه

پولیس بوسټن ښار ته څېرمه واټر ټاون سیمه کې له هغه وروسته عملیات پیل کړل، چې په مېساچوسټس پوهنتون لیلیه کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې یو پولیس ووژل شو.

ځايي چارواکي وايي وژل شوی پولیس افسر د پنجشنې په شپه د تاوتریخوالي په اړه له خبرېدو وروسته هلته تللی و، چې پرې ډزې وشوې او له ټپي کېدو وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.

د پولیسو په وینا له دې پېښې وروسته مشکوک کسان په یوه غلا شوي ګاډي کې وتښتېدل.

د دوی په وینا همدغه کسان دي، چې د بوسټن ښار چاودنو کې د لاس درلودلو شک پرې کېږي.

پر پولیسو ډزې

د پولیسو په وینا دغو کسانو بوسټن نه شپږ میله لېرې په واټر ټاون سیمه کې پر هغو پولیسو ډزې وکړې او لاسي بمونه یې ور وغورځول، چې د دوی د نیولو لپاره ور پسې روان وو.

واټر ټاون کې عیني شاهدانو ویلي، چې د ډزو او چاودنو غږونه یې اورېدلي. د پولیسو په وینا یو مشکوک کس د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی او د دویم هغه د نیولو هڅې روانې دي.

ویل کېږي، ژوندی پاتې مشکوک کس هغه دی، چې پرون یې عکسونه خپاره شول، چې سپینه خولۍ یې پر سر کړې.

دغه مشکوک کس له هغو دوو کسانو څخه یو دی، چې پرون یې د امریکا د فدرالي څارګرې ادارې ایف بي ای له لوري عکسونه خپار شول.

ورته مطالب