پخوانی پوځي ولسمشر پروېز مشرف ونیول شو

Image caption پرویز مشرف د اسلام اباد یوې محکمې ته وړاندې شو.

پاکستان کې د اسلام اباد یوې ځايي محکمې د دغه هېواد پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف د پولیسو په واک کې ورکړی او امر یې کړی، چې باید نوموړی دوې ورځې وروسته راولپنډۍ کې ترهګري ضد ځانګړې محکمې ته وړاندې کړي.

د پولیسو ځايي مشر ادریس راټهور بي بي سي ته ویلي، چې جنرال پروېز مشرف پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه چک شهزاد سیمه کې خپل کور کې نظربند شوی دی.

د نوموړي په وینا د پرویز مشرف د نظر بندۍ امر تېره شپه ناوخته ورکړل شوی.

د بي بي سي د ځايي خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې له دې مخکې پرویز مشرف ځان پولیسو ته وسپاره، چې دنوموړي کور ته ورغلي وو، له هغه ځایه نوموړی له پولیسو سره په خپل مرمۍ ضد ګاډي کې محکمې ته حاضر شو.

نوموړی د اسلام اباد یوې محکمې ته وړاندې شو.

بل لور ته ځايي پولیسو له لوړپوړو مقاماتو غوښتي، چې د امنیت په برخه کې پرویز مشرف ته د متوجه خطر له امله دوی غواړي، نوموړی په خپل کور کې نظر بند وساتي، خو پاکستاني مقاماتو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې اسلام اباد کې سترې محکمې د مشرف د واکمنۍ پرمهال د قاضیانو په کورونو د کښېنولو او ګوښه کولو په یوه قضیه کې د هغه د نیولو امر کړی.

پروېز مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د بېړني حالت تر اعلانولو وروسته، د سترې محکمې یو شمېر قاضیان ګوښه او پر خپلو کورونو کښېنول.

د پخواني ولسمشر په دې قضیه کې هغو محکمو ته رجوع شوې وه چې پرویز مشرف په کې ضمانت اخیستی و.

کله چې نوموړی د پنجشنې په ورځ د اسلام اباد محکمې ته حاضر شو، نو قاضي شوکت صدیقي د هغه ضمانت فسخ کړ او د هغه د نیولو امر یې وکړ.

د قاضې تر دغه امر وروسته محکمې کې موجودو پولیسو هغه ونه نیو، او هغه د ساتونکو په مټ له محکمې وایستل شو.

ورته مطالب