هند کې پر یوې پنځه کلنې نجلۍ تېری شوی

Image caption دا په هند کې پر ښځو د رپوټ ورکړل شويو جنسي تېريو د پېښو وروستۍ هغه ده.

د هند په پلازمېنه ډېلي کې ډاکتران وايي هغه پنځه کلنه نجلې د ژوند او مرګ شېبې تېروي چې په بې رحمانه توګه پرې جنسي تېرى شوى دى.

دا په هند کې پر ښځو د جنسي تېريو وروستۍ پېښه ده چې د خلکو قهر او غصه يې راپارولې ده.

تېر ډېسمبر ډېلي کې پر ېوې محصلې له ډله ييز جنسي تېري وروسته هند کې له ښځو سره د چلن په اړه پراخ بحثونه راپورته شوي دي.

پوليس وايي دغه پنځه کلنه نجلې تر ژغورنې دوه ورځې د مخه د ادعا له مخې د خپل ګاونډي له لوري تښتول شوې او بيا پرې جنسي تېرى شوى دى.

دا اوس د روغتون د ريکوري په څانګه کې ده او ښه حالت نه لري.

تراوسه پورې شکمن تېرى کوونکى نه دې نيول شوى خو پوليسو ور پسي لټون پيل کړی دی.

دا په هند کې پر ښځو د رپوټ ورکړل شويو جنسي تېريو د پېښو وروستۍ هغه ده.

په يوه بله جلا پېښه کې پوليس په هغې ډلې پسي ګرځي چې د ادعا له مخې يې د چارشنبې په ورځ له يوې ځوانې ښځې سره زبر زنا کړې ده.

تېره مياشت هند کې يو قانون تصويب شو، چې جنسي تېري کوونکو ته په کې د اعدام په ګډون سخته سزا ټاکل شوې ده.

ورته مطالب