څارنایف وروڼه څوک دي؟

Image caption جوهر څارنایف هیله لرله چې د مغزو جرح ډاکټر شي.

د هغو دوو وروڼو په اړه اوس معلومات په ډاګه شوي، چې د امریکا بوسټن ښار کې یې د اوږد واټن منډو پرمهال چاودنو کې تورن شوي وو.

د چیچینیا دغه دواړه وروڼه (جوهر څارنایف او تیمولنګ څارنایف) د روسیې له قوقاز سیمې سره تړاو لري.

۲۶ کلن تیمورلنګ د تېرې پنجشنبې پر شپه له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو، خو ۱۹ کلن جوهر څارنایف بیا د شنبې په ورځ بوسټن کې پولیسو په ټپي حالت کې ونیو، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی.

دواړو وروڼو د ماساچوسټ ایالت په کمبریج ښار کې ژوند کاوه، چې هلته د هاروارډ مشهور پوهنتون هم دی.

اټکل دی، چې دواړه په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو ته تللي دي.

که څه هم په اړه یې کره معلومات نه شته، چې څرنګه امریکا ته داخل شوي، خو دواړه د چیچنیا قوقاز له سیمې سره تړاو لري.

Image caption د جوهر تره رسلان څارنایف ویلي، چې ورېرونو یې چیچنیا او خپلې کورنۍ ته ''شرم'' راوړی.

د روسیې په (VKontakte) وېبپاڼه کې د جوهر څارنایف لپاره یوه ځانګړې پاڼه لیدل شوې، چې ویل شوي، نوموړي د چیچنیا ګاونډي داغستان کې لومړنۍ زده کړې کړې دي.

ویل کېږي، چې په تېره نوي یمه لسیزه کې یې کورنۍ امریکا ته تللې ده.

جوهر په داغستان کې زیږېدلی، خو د هغه مشر ورور تیمورلنګ بیا په چیچنیا کې د تېرې پېړۍ په ۹۰ لسیزه کې مخکې له دې چې کورنۍ یې د چیچنیا له لومړۍ جګړې وتښتي، هلته زیږېدلی دی.

دغه کورنۍ په ۲۰۰۱ کال کې امریکا ته تللې، خو پلار یې بیا وروسته داغستان ته ستون شوی.

د پلار غبرګون

د دوی پلار انزور څارنایف بي بي سي ته ویلي، چې کشر زوی جوهر یې دا تمه لرله، چې د مغزو جراح ډاکټر شي، خو وايي چې استخباراتي سازمانونو یې زامن تېر ایستي دي.

بي بي سي ته ویل شوي، چې جوهر په کمبریج کې درینګ ښوونځي زده کوونکی و، په ۲۰۱۱ کال کې یې د لوړو زده کړو یو سکالرشیپ ترلاسه کړ.

خو تیمورلنګ بیا د بوسټن په بنکر هېل پوهنځي کې د سوک وهې یو تکړه محصل و.

تیمورلنګ تمه لرله، چې د امریکا اولمپیک سوک وهنې سیالۍ کې برخه واخلي او امریکايي تابعیت ترلاسه کړي.

Image caption تیمورلنګ تمه لرله، چې د امریکا اولمپیک سوک وهنې سیالۍ کې برخه واخلي او امریکايي تابعیت ترلاسه کړي.

د هغه له خولې دا هم ویل شوي، چې ګني د سپورت په برخه کې پر روسیې د امریکا متحده ایالتونه غوره ګڼي.

د دغو دوو وروڼو وروڼو په جلا مرکو کې ویلي، چې وروڼه یې بې ګناه دي.

دوی وايي چې د امریکا پولیسو هڅه کوله، چې دغه برید پر دوی پورې وتړي.

د دوی پلار انزور څارنایف، چې دا مهال په روسیه کې دی وايي، چې زامنو یې د خلکو د وژنې نیت نه درلود.

نوموړي خپل تیمورلنګ زوی «یوه ریښتینې پرښته» بللی دی.

ورته مطالب