د عامر خان نوم د ۱۰۰ اغیز درلودونکو په نوملړ کې

Image caption د عامر خان نوم ته په دغه نوملړ کې ۴۸ مقام ورکړل شوی دی.

نړیوال شهرت درلودونکې مجلې (ټایم) د سږ کال لپاره د ۱۰۰ اغېز درلودونکو شخصیتونو په نوملړ کې د هندي سینما د مشهور ستوري عامر خان نوم هم شامل کړی.

د عامر خان نوم ته په دغه نوملړ کې ۴۸ مقام ورکړل شوی دی.

تېر کال عامر خان په یوه ټلویزیوني خپرونه کې په ټولینزو مسالو غږ پورته کړ او خپل رول یې په غوره توګه ولوباوه.

له همدې امله د نوموړي نوم د نړۍ په نفوذ لرونکو کسانو کې شامل کړل شوی دی.

د دې پروګرام لپاره عامرخان په یو شمېرسوداګریزو اعلانونو کې له برخه اخیستو ډډه وکړه او دې ته یې لومړیتوب ورکړ.

بل لور ته د هندي سینما د ۱۰۰ کلیزې په مناسبت جوړ شوی فلم بامبې ټاکیز اوس په کانز فلمي مېله کې نندارې ته وړاندې کېږي.

Image caption دغه فلم د بالیووډ څلورو وتلو فلم جوړوونکو په شریکه جوړ کړی.

کانز فلمي میله هر کال په فرانسه کې کېږي، چې په کې له ټولې نړۍ څخه فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.

له هند نه دا ځل دغه فلمي مېله کې بامبې ټاکیز نومي فلم د نندارې لپاره ټاکل شوی، چې د مۍ په ۲۹ به نندارې ته وړاندې شي.

دغه فلم د بالیووډ څلورو وتلو فلم جوړوونکو په شریکه جوړ کړی. دغه فلم جوړوونکي دیواکر بېنرجي، کرن جوهر، زویا اختر او انوراګ کشیپ دي.

ورته مطالب