عراق کې ولایتي شورا ګانو ته ټاکنې وشوې

Image caption د رایې اچوونې مرکزونو کې سخت امنیتي تدبیرونه شوي وو.

له عراق نه د امریکايي ځواکونو له وتلو څه باندې یو کال وروسته لومړی ځل په دغه هېواد کې د والیانو او ولایتي شوراګانو لپاره ټاکنې وشوې.

د رایې اچوونې پر شرایطو برابرو کسانو په داسې حال کې رایې ورکړې چې په تېرو څو اوونیو کې همدې ټاکنو ته ۱۴ کسه کاندیدان وژل شوي چې د رپوټونو له مخې ټول سنیان دي.

د رایې اچوونې مرکزونو کې سخت امنیتي تدبیرونه شوي وو. د یوه مرکز مشر یونس ګومار بي بي سي ته وویل چې د رایې اچوونې بهیر ښه پر مخ لاړ.

" موږ د رایې اچوونې بهیر بشپړ کړ او د رایې اچونې مرکزونه په سیمه ییز وخت پنځه بجې وتړل شول. د ټاکنو د کمېسیون او نور چارواکي به اچول شوې رایې د سیالانو او څارونکو په حضور کې شمېري."

عراق کې دغه انتخابات د سیاسي ثبات لپاره یوه ازموینه ګڼل کېږي، ځکه چې سنیان د شیعه ګانو په مشرۍ له حکومته ګیله من دي چې د مور او میرې چلند ورسره کوي.

دغه راز له ټاکنو مخکې حکومت اړ شو چې په دوو هغو ولایتونو کې چې اکثره اوسېدونکي یې سنیان دي ټاکنې وځنډوي.

څارونکي وايي په عراق کې د والیانو او ولایتي شوراګانو لپاره د ټاکنو پایلې به څرګنده کړي چې ښاغلي المالکي په خپله د شیعه ګانو ترمنځ څومره محبوبیت لري.

د یادولو ده چې په عراق کې ۱۴ میلیونه کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دی.

ورته مطالب