هند: د جنسي تېري ښکار ماشومې روغتیايي حالت ښه دی

Image caption ډیلي کې د یکشنبې په سهار د دې پېښې په اړه احتجاج کوونکي د پولیسو مرکز مخې ته راټول شول او د پولیسو مشر د استعفا غوښتنه یې کوله.

د هند په پلازمېنه ډیلي کې ډاکټرانو ویلي، د جنسي تېري ښکار پنځه کلنې ماشومې روغتیايي حالت اوس له خطره بهر دی.

د ال انډیا انسټیټیوټ اف مډیکل ساینسیز ډاکټرانو ویلي ماشومه اوس په هوښ ده او له مور پلار سره غږیږي.

د جنسي تېري دغه پېښه په ګاندي نګر سیمه کې وشوه او پولیسو د پېښې اصلي تورن منوج کومار نیولی دی.

۲۲ کلن منوج کومار د بهار ایالت له مظفرپور سیمې نه پولیسو ونیو او د محکمې په امر یې له ځانه سره ډیلي ته یووړ.

رپوټونو کې ویل شوي، چې ښايي نوموړی د یکشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شي. ډيلي پولیسو ویلي د تېري ښکار شوې ماشومه تر ۴۰ ساعتونو پورې په خونه کې ایساره وه او تورن کس ګومان کاوه، چې هغه وژل شوې ده، دی له هغه ځایه تښتېدلی و.

ډیلي کې د یکشنبې په سهار د دې پېښې په اړه احتجاج کوونکي د پولیسو مرکز مخې ته راټول شول او د پولیسو مشر د استعفا غوښتنه یې کوله.

د هند لومړي وزیر منموهن سنګ د مېرمنو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې.

نوموړي ویلي، پر یوې ماشومې دغه ډول وحشیانه تېری موږ ته را یادوي، چې باید ددغې بدۍ ورکولو لپاره په ټولنه کې په شریکه هلې ځلې وکړو.

بل لور ته روغتون کې د هند یو شمېر سیاسي مشرانو د تېري ښکار ماشومې له مور پلار سره لیدلي.

مېرمن سونیا ګاندي ویلي، دا مهال د سیاسي څرګندونو پر ځای د مجرمانو پر ضد د اقداماتو کولو وخت دی.

Image caption تېره میاشت د هند حکومت د جنسي تېري کوونکو لپاره د سختو سزاګانو اعلان وکړ، چې د مرګ سزا هم په کې شامله ده.

تېره میاشت د هند حکومت د جنسي تېري کوونکو لپاره د سختو سزاګانو اعلان وکړ، چې د مرګ سزا هم په کې شامله ده.

تېر کال د ډیلي ښار په یوه روان بس کې پر یوې ځوانې مېرمنې ډله ییز جنسې تېری وشو، چې په پایله کې هغه مړه شوه.

له هغې پېښې وروسته ټول هېواد کې سختې احتجاجي مظاهرې وشوې او له ښځو سره د ټولنیز چلند اړوند بحثونه پیل شول.

له هغه وروسته د جنسي تېري اړندو پخواینو قوانینو کې بدلونونه رامنځ ته شول، خو اوسنۍ پېښه د دې لړۍ یوه نوې هېښوونکې کړۍ بلله کېږي.

ورته مطالب