سوري یاغیانو سره د امریکا مرستې ډېرې شوې

Image caption ولسمشر بارک اوباما له بشارلاسد وروسته یوې دیموکراتیکې او یوموټې سوریې ته ژمن دی. جان کېري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سوریې د ملګرو په غونډه کې له سوریايي یاغیانو سره د امریکا د مرستو د دوه برابره کولو اعلان وکړ.

ښاغلي کېري په استانبول کې د غونډې ګډونوالو ته وویل امریکا به په خپله نوې غیرپوځي مرسته کې ۱۲۳ میلیونه ډالر یاغیانو ته ورکړي.

هغه وویل، ولسمشر بارک اوباما له بشارلاسد وروسته یوې دیموکراتیکې او یوموټې سوریې ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز اعلان وکړ چې له دې وروسته به د سوریې د ۱۱ ملګرو هېوادونو مرستې په ترکیه کې د مېشتې ازادې سوریې پوځ په وسیله کېږي، چې مشري یې جنرال سلیم ادریس کوي.

په دې غونډه کې د هغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون درلود چې په سوریه کې د بشارلاسد له حکومت سره مخالفت لري.

یاغیانو د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې پوځي مرستې دې ورسره وکړي او ټینګار یې کاوه چې مرسته شوې وسلې به د ورانکارو لاسونو ته نه ورځي.

خو تراوسه پورې امریکا او اروپايي اتحادیې په سوریه کې یاغیانو ته له پوځي مرستې ورکولو ډډه کړې او وايي چې که پوځي مرستې ورسره وکړي ښايي د القاعده شبکې د پلویانو لاسونو ته ولوېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل په دې غونډه کې ښه پرمختګ وشو خو په سوریه کې یې حالات ډېر ناوړه وبلل.

هغه ویل چې د بشارالاسد حکومت د خپلو بي ګناه خلکو پرضد بالسټیک توغندي کاروي او بمبارۍ پرې کوي.

سوریه کې د بشارالاسد د رژیم پرضد د پاڅون له پیل راهیسې څه باندې ۶۰۰۰۰ زره کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب