د اړو دوړ پر مهال د برما پولیسو ننداره کوله

Image caption د تاوتريخوالي دغه لړۍ کې لږ ترلږه ۴۳ کسان وژل شوي وو.

بي بي سي داسې ويډيويي انځورونه موندلي چې ښيي برمايي پوليس د بودايي ډلو له لوري د مسلمانانو د وژنې پرمهال پټه خوله یوازې ننداره کوي.

دغه ويډيويي انځورونه د مارچ په وروستيو کې ميکتېلا ښار ګوټي کې د څو ورځني تاوتريخوالي پرمهال خپله د پوليسو له لوري اخيستل شوي دي.

د تاوتريخوالي دغه لړۍ کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي وو. سره له دې چې انځورونو کې لوټماران د دکانونو او کورونو د ورانولو په حال کې ليدل کېږي، لږ تر لږه داسې يو کس هم په دغو انځورونو کې لیدل کېږي چې د اور په لمبو کې سوځي، خو پوليس ورته ګوري.

د همدې ویډیويي کلیپونو په یوه برخه کې لیدل کېږي، چې یو ځوان مسلمان منډې وهي، خو په اړودوړ کې شامل کسان یې نیسي، وهي ډبوي یې او په همدې وهوونکو کې یو بودايي راهب هم شامل دی.

له دې وروسته یو کس دغه ځوان په توره وهي، چې په ظاهره وژونکی ګوزار معلومیږي او خلک هغه په خپل ځای پرېږدي.

په دې ویډیو کې یوازې یو ځای کې لیدل کېږي، چې پولیس د مسلمانانو ښځې او ماشومان خوندې ځای ته لېږدوي، خو د هغو له کورونو پورته کېدونکې لمبې له ورایه ښکاري.

عیني شاهدان په وېډیو کې تر سترګو کېدونکي انځورونه تاییدوي.

Image caption عیني شاهدان په وېډیو کې تر سترګو کېدونکي انځورونه تاییدوي.

د مسلمانانو او بدایانو تر منځ تاوتریخوالی د تېر کال په جون میاشت کې د برما په رخاین ایالت کې پیل شو.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ د دوشنبې په ورځ یو رپوټ وړاندې کوي، چې په اړه یې دغه سازمان ادعا کوي، دغه رپوټ په څرګند ډول ثابتوي، چې د برما حکومت په رخاین ایالت کې د مسلمانانو په ټولوژنه او بشر ضد جرمونو کې لاس لري.

روانه میاشت برما کې درې کسه مسلمانانو ته په اړو دوړ کې د لاس درلودلو له امله د ۱۴ کاله بند سزا ورکړله شوه او له یو شمېر بودايي او مسلمانو کسانو څخه دې لړ کې پوښتنې ګروېږنې دوام لري.

دغه انځورونه د اروپايي اتحاديې د هغې پرېکړې له وخت سره نژدې خپاره شوي، چې ايا په دايمي ډول د برما پر حکومت لګېدلي بندېزونه لرې کړل شي او که نه؟

ورته مطالب