د بیوزلۍ له منځه وړلو لپاره سلا مشورې

Image caption په هر هېواد کې د ۴۰ سلنه تر ټولو زياتو بېوزلو خلکو پر عايداتو پام راغونډېږي.

د نړيوال بانک مشر جېم يونګ کېم د ۲۰۳۰ کال په رسېدو خورا زياتې بېوزلۍ پای ته رسولو خپلې موخې په اړه د وزيرانو يوې مهمې کمېټې ملاتړ ترلاسه کړی دی.

دغې کمېټې په واشنګټن کې د دغه بانک مرکز کې د يو غونډې پر مهال د ښاغلي کېم پر دې لرليد هم سلا وکړه چې د شتمنۍ شريکولو فکر دې خپور شي.

د بي بي سي اقتصادي چارو خبريال انډرو واکرې له واشنګټن نه خپل راپور کې وايي، چې جېم يونګ کېم غواړي بانک يې دا موخه وټاکي چې د يو نسل اوږدو کې خورا زياته بېوزلي د نړۍ ټولو وګړيو ۳٪ سلنې ته راښکته کړي.

دی دا يوه پر هيلو ولاړه موخه بولي خو په باور يې رسېدا ورته شونې ده. نړيوال بانک کې پر بېوزلۍ پام راغونډول نوې خبره نه ده، خو دغه ځانګړې موخه نوې ده.

موخې

موخې لا څه پاتې خورا زياتې بېوزلۍ ته ځای پرې ايښی، چې د ورځې په ۱،۲۵ ډالره ژوند پېژندل شوې، خو د نړيوال بانک مشر فکر کوي که دې موخې ته رسېدنه وشي، دا به د ۲۰۳۰ کال په رسېدو د خورا زياتې بېوزلۍ ستونزه له منځه يوسي.

"دا د يوې موسسې او نړۍ لپاره يوه تاريخي شېبه ده، په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره موږ بېوزلۍ ته د يوې موخې په ايښودو ژمن شوو. موږ نور له بېوزلۍ تشې نړۍ خوب نه ګورو، موږ د خورا زیاتې بېوزلۍ پای ته رسولو نېټه ايښې ده."

دغه موخه د م م پر دې هدف ولاړه ده چې ستونزه د له منځه وړلو پر ځای تر ۲۰۱۵ کال پورې راکمه شي. دې موخې ته رسېدنه وشوه.

ښاغلی کېم دا هم غواړي چې بانک د هوساينې پر خپرولو کار وکړي. په دې کې به په هر هېواد کې د ۴۰ سلنه تر ټولو زياتو بېوزلو خلکو پر عايداتو پام راغونډېږي او دې موخې هم د بانک وزيرانو کمېټې ملاتړ ترلاسه کړ.

ورته مطالب