ولسمشر حامد کرزی بلجیم ته لاړ

Image caption ولسمشر حامد کرزی بلجیم ته لاړ

افغان ولسمشر حامد کرزی د افغانستان، امریکا او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزې غونډې کې د ګډون لپاره بلجیم ته لاړ.

په دغې ناستې کې به د سولې بهیر او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د امنیتي لید لوري په تړاو خبرې وشي.

امریکايي چارواکي وايي د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د همدې اونۍ په پای کې د افغان او پاکستاني چارواکو د کوربتوب وړاندیز کړی دی.

وړاندې تر دې ترکیه او برتانیا هم د دا شان ناستو کوربه وو، خو په سرحدي سیمو کې له وسله والو مخالفینو سره د مبارزې او له طالبانو سره د سولې په برخو کې د کابل او اسلام اباد د هڅونو لږ بریا تر سترګو کېږي.

په پام کې ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د چهارشنبې په ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستاني پوځ له لوی درستیز اشفاق پرویز کیاني سره وویني.

جان کېري په دې اړه برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل: زه دلته په دغه غونډه کې د ګډون لپاره راغلی یم او زه به د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني پوځ له لوی درستیز اشفاق پرویز کیاني سره ووینم.

د نوموړي په خبره، دوی به په دې اړه وغږیږي، چې څنګه له افغانستانه د امریکايي پوځونو د وتلو پروسه اسانه او ساده شي، همکاري زیاته شي او څنګه افغانستان او پاکستان دواړو ته د دوی د ګټو خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړل شي.

د فرانسې خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې دې لیدنه کې د افغانستان د دفاع وزیر سترجنرال بسم الله محمدي هم ګډون کوي.

دغه لیدنه د جان کېري په پلان شوي پروګرام کې شامله نه وه.

د ناټو غړو هېوادونو د غونډې تر ټولو مهمه موضوع افغانستان ده، چې له ۲۰۱۴ وروسته ورڅخه امریکايي ځواکونو وځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا غونډه د افغانستان، پاکستان او متحدو ایالتونو تر منځ د درې اړخیزو غونډو د لړۍ یوه برخه ده.

د یادونې ده، چې په دا وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ یو ځل بیا اړیکي ترینګلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت له دې مخکې د پاکستان له لورې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې له یوې دروازې جوړولو سره کلک مخالفت څرګند کړ او د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر عظیمي وویل: د پاکستان له لوري پر ډېورنډ کرښه دراوزه جوړول له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

خپل منځي اړیکي

د نوموړي په وینا دغه چار به د دواړو هېوادونو پر خپل منځي اړیکو ناوړه اغېز وکړي.

خبرې غونډې ته د وینا پر مهال جنرال عظیمي وویل، افغانستان داسې بېلا بېلې لارې چارې په پام کې لري، چې ورڅخه په کار اخیستو پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني لوري له خوا د دروازو او پوستو جوړولو مخنیوی وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل هېواد د دفاع کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه کړې وه، چې پر ډېورنډ کرښه د پاکستان له لوري د دروازې او پوستوجوړولو مخنیوی وکړي.

بل لور ته د پاکستاني پوځ د رسنیو څانګې له لوري په یوه خبر پاڼه کې له دې مخکې ویل شوي وو، چې د ډېورنډ کرښې پر سر د پوستې جوړولو مساله له لوړپوړو افغان پوځي مقاماتو سره په ښه توګه حل شوې.

ورته مطالب