پر لاجمنو ټاپوګانو د چین او جاپان ناندرۍ

Image caption ویل شوي د جاپاني فعالانو او ساحلي ساتونکو یوه بېړۍ هم سیمې ته ورغلې ده.

د جاپان صدراعظم شینزو ابي وايي که چین د دوی تر کنټرول لاندې ټاپوګانو ته خپلې بېړۍ واستوي نو جاپان به یې جدي ځواب ورکړي.

نوموړي دغه خبره په داسې حال کې کړي چې اته چینايي بېړۍ لانجمنو ټاپوګانو ته نژدې ورغلي دي.

ویل شوي د جاپاني فعالانو او ساحلي ساتونکو یوه بېړۍ هم سیمې ته ورغلې ده.

په توکیو کې د بي بي سي خبریال وايي له هغه مهال راهیسې چې ښاغلی ابي واک ته رسېدلی دا یې چین ته تر ټولو روښانه خبردای و چې ده ورکړ.

په پارلمان کې ښاغلي ابي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چینايي بېړۍ لانجمنو ټاپوګانو ته ورشي نو د جاپان غبرګون به څه وي وویل؟

که داسې وشول نو چینايي بېړۍ به په زوره بېرته وایستل شي.

خو چین وايي د دوی بېړۍ جاپاني هغه څاري. چینايي چارواکو ویلي جاپاني بېړۍ د لانجمنو ټاپوګانو شاخوا ته ورغلي دي ځکه دوی هم د هغو د مخنیوي لپاره خپلې استولې دي.

خو د چین د حکومت له دې دریځ سره سره په جاپان کې چارواکو د چین سفیر ته د چینايي بېړیو په هکله احتجاج کړی دی.

چین دغه لانجمنې ټاپوګانې چې د جاپان له خوا کنټرولېږي خپلې ګڼي او تایوان هم د دغو ټاپوګانو ادعا کوي.

پر دغو ټاپوګانو لانجه د دې لامل شوې چې د چین او جاپان ترمنځ اړیکي ترنګلې شي.

ورته مطالب