بنګله دېش تر کنډوالې لاندې کسان لټوي

  • 24 اپریل 2013 - 04 غویی 1392
Image caption د رپوټونو له مخې نژدې ۲۰۰ تنه ژوبل دي او یو شمېر تر اوسه د ځمکې لاندې پاتې دي.

د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته څېرمه یوه اته پوړیزه ودانۍ نړېدلې، چې لږترلږه ۱۶۰ کسان په کې وژل شوي او تر سلګونه نور تر کنډوالې لاندې دي.

د ژغورنې ډله د لاندې شویو کسانو راویستلو لپاره خپلې ځلې پیل کړي دی. له دوی سره مرستې لپاره پوځ هم راغلی.

راپور وايي، چې ودانۍ کې یو مارکیټ، د کالیو دکانونه او نورسوداګریز ځایونه وو.

په یوه راپور کې ویلي شوي چې یوازې تر ځمکې لاندې (تاکاو) سم پاتې دی.

یو شمېر کسان د خپلو دوستانو او خپلوانو لټولو لپاره د ودانۍ مخې ته را ټول شوي دي.

د ډاکه یوه اوسیدونکي تحسین محمود بي بي سي ته وویل چې دغه پېښه داسې ښکاره کېده لکه د جنګ په سیمه کې چې یاست. هغه

زیاته کړه چې د وینې ورړې لپاره پر اوسیدونکو د مرستې غږ شوی.

د اور وژنې یوه چارواکي ایم ډي جیبون میا اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې "نه پوهېږو چې د ودانۍ د ننه څومره کسان وو، خو شاید ډېر کسان وي".

د اور وژنې د ادارې یوه مشر عبدالبشر ویلي "موږ درې ژوبل شوي تداوي کړل، ې دوې په کې ښځې وې".

Image caption تر کنډوالې لاندې د لاندې شویو کسانو سخت لټون روان دی.

د انعام میډیکل کالج په نامه د یوه خصوصي کلینیک چارواکو اې ایف پي ته ویلي، چې دوی ته ۳۵ ژوبل شوي کسان ور وړل شوي دي.

د سیمه ییزو پولیسو مشر محمد اسدالزمان ویلي، چې وضعیت ناوریني ښکاري، ځکه چې د لږترلږه ۱۰۰ کسانو د لاندې کېدو وېره ده.

په بنګلادیش کې د ودانیو نړېدل څه نوې خبره نه. دلته ډېرې پوړیزې وادنۍ له مقرراتو سره سمې نه دي جوړې شوي.

په تېر نومبر کې د ډاکې د کالیو جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۱۱۰ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

ورته مطالب