القاعده او ایران: د اسامه میراث، که د ایران د اوږو بار

افغان کډوال
Image caption په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته، زرګونه افغانان ایران ته کډوال شول.

دا منل به ګران وي، چې د ایران –د سخت دریځو شیعه ګانو اسلامي حکومت- او القاعدې شبکې ترمنځ یو تنظيمي تړون شته، چې تر ډېره پر سخت دریځې سني تګلاره تکیه کوي.

القاعده او د طالبانو غورځنګ شیعه ګان سم مسلمانان نه بولي، او هره خوا بلې ته د دویمې درجې دښمن په سترګه ګوري.

خو ټول دلایل د دې څرګندونه کوي، چې د القاعدې شبکې ځینې جګپوړي غړي په ایران کې دي، که څه هم دوی هلته په جبري اوسېدو پاتې شوي، او یا لږترلږه یې پر کړنو او خوځښتونو بندیز لګول شوی دی.

د دوی کیسه تر ۲۰۰۱ کال پورې تړاو لري، هغه مهال چې امریکا او نړیوالو ملګرو یې د افغانستان د شمالي ټلوالې د ځواکونو په ملاتړ د طالبانو واکمن اسلامي امارت له منځه یووړ او کابل یې لاندې کړ.

هغه مهال (۲۰۰۱) د ایران واکمن مشر محمد خاتمي او حکومت یې د شمالي ټلوالې ملاتړ اعلان کړ.

خو د ایران د اسلامي انقلاب مشر علي خامنئي بیا د خپل هېواد ختيځې پولې ته څېرمه په ګاونډي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له دېره کېدا سخت اندېښمن و، همدا وو چې د هغه مهال د طالبانو ورپاتې یوازېیني ټینګ مرکز کندهار ته له دوی سره د ایران د اړیکې او نسبي ملاتړ په هدف دوه ایراني استازي واستول.

خو وايي، دا وخت تر ورخ اوبه اوښتې وې، طالبانو وسلو او پیسو ته اړتیا نه لرله، بلکې له افغانستانه د یوې خوندي لارې په لټه کې وو، همدا وه چې ایران د یوې خوندي لارې ورکولو سر ورته وښوراوه.

د بن لادن کورنۍ

د ۲۰۰۱ نومبر میاشت کې کله چې زه د امریکا سي این این تلوېزیوني شبکې خبریال وم، د ایران د ننه افغان کډوالو یوه کمپ ته ورغلم.

دغه پنډغالی ایران په ډېرې چټکۍ سره جوړ کړ، ظاهراً یې هدف له زرګونو افغان کډوالو سره همکاري او مرسته وه، په تېره بیا هغه کډوال چې له خپل هېواده جګړو پسې اخیستي وو.

هلته دا څرګند شول، چې د پنډغالي له زرګونو کورنیو یې زیاتره د طالبانو د ملاتړو وې، ان دا چې په کمپ کې ځینې مخکني طالب جنګیالي هم وو، چې د کمپ د ساتونکو تر کلکې څارنې لاندې ساتل کېدل.

په دې کمپ کې مې له هغو اسلامي شخصیتونو سره وکتل، چې د ایران له لوري د څارنې او تفتیش لپاره راستول شوي وو، غوښتل مې عکسونه یې واخلم، خو سخت غبرګون یې وښود او ډډه یې وکړه.

وروسته څرګنده شوه، چې مفتشین د کډوالو د چاڼ او پېژندنې لپاره استول شوي وو، چې ایا په دوی کې خو به د القاعدې شبکې کوم جګپوړي غړي او یا جنګیالي نه وي!.

په دې موده، کې ایران سلګونو هغو کسانو ته ایران ته د داخلېدو اجازه ورکړ، چې د طالبانو د تحریک غړي وو، چې یوه هم په کې د بن لادن کورنۍ وه.

د اسامه کورنۍ

په دې کورنۍ کې لږترلږه د اسامه دوې ښځې، او دوه زامن خالد –چې له بن لادن سره د پاکستا ایبټ اباد کې د ۲۰۱۱ کال په امریکايي برید کې ووژل شو- او سعد –چې په ۲۰۰۹ کال کې ووژل شو- او د اسامه لور ایمان هم وو.

خو دغو کسانو د ایراني حکومت په قلمرو کې خپل ځانونه بندیان حسابول، ځکه چې هلته جبري پاتېدو ته اړ شوي وو، او ځینې یې د ایران په سوېل کې بندیان وو.

ایران د دغو کسانو پر سر د لوبې بله لهجه غوره کړه، دوی ته یې د جنګي او استخباراتي لوبې د بندیانو په سترګه کتل.

د ټولو رپوټونو او ویناوو پربنسټ، دا کسان تر ننه هلته د بندیانو په څېر پاتې شول، که څه هم ګڼ یې له ایرانه خپلو هېوادونو ته وایستل شول، او یا له ایرانه د وتلو اجازه ورکړل شوه.

په ۲۰۰۳ کال، داسې رپوټونه هم خپاره شول، چې ګني ایران امریکا ته د یوې معاملې وړاندیز کړی، چې ګني ایران د القاعدې شبکې ځینې وتلي شخصیتونه په عراقي زندانونو کې د ایراني ضد نیول شوې ډلې لکه (مجاهدین خلق) د مشرانو تبادلې ته چمتو کړي دي.

Image caption دا څرګنده ده، چې په ایران کې د القاعدې شبکې د جګپوړو غړو شتون اوس د ایراني حکومت پر اوږو یو دروند بار دی.

په ۲۰۱۰ کال، د بن لادن لور په تهران کې له خپل جبري استوګنځي وتښتېده، او یا د تېښتې لار ورته هواره شوه، او په ایران کې د سعودي عربستان سفارت ته یې پناه یووړه، په پای کې له ایرانه د وتلو اجازه ورکړل شوه.

خو دا کیسه پاکستان کې د ایراني تښتول شوي ديپلومات حشمت الله عطرزاده تر‎خوشي کولو مخکې وه.

که هر څه وي، د ګڼو رپوټونو له مخې، لاهم په ایران کې د القاعدې شبکې ګڼې جګپوړې څېرې شته.

که څه هم پر هغوی د ایران د انقلابي ګارډ او ایراني استخباراتو له خوا بندیزونه دي، خو شاید د ځینو یې له القاعدې شبکې سره اوس هم اړیکي وي.

که دا نه وي، شاید د ایراني استخباراتو او چارواکو له سترګو لیرې، په بهر کې خو د القاعدې شبکې لپاره د مالي ملاتړ هڅې ولري.

دا څرګنده ده، چې په ایران کې د القاعدې شبکې د جګپوړو غړو شتون اوس د ایراني حکومت پر اوږو یو دروند بار دی.

ورته مطالب