اوباما: سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارول به لوبه بدله کړي

Image caption اوباما وايي که معلومه شوه چې په سوریې کې کیمیاوي وسلې کارول شوي دا به لوبه به بدله کړي.

ولسمشر بارک اوباما وايي د هغو رپوټونو په اړه به جدي پلټنې وشي چې وايي د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته وفاداره ځواکونو کیمیاوي وسلې کارولي دي.

د اردن له پاچا عبدالله سره په خبرو کې ولسمشر اوباما وویل که داسې شواهد ترلاسه شي چې کیمیاوي وسلې کارول شوي نو دا به له بنسټه حالات بدل کړي. د ده په ژبه لوبه به بدله کړي:

"هغه څه چې موږ همدا اوس لرو هغه یوه استخباراتي ارزونه ده او لکه څرنګه چې ما وویل پوهېږو چې په بالقوه توګه په سوریه کې دننه کیمیاوي وسلې کارول شوي خو له دې نه موږ ته نه معلومېږي چې کله او څنګه استعمال شوي څو تایید او جدي شواهد ترلاسه کړو. موږ باید دغه هرڅه چې نړیوالې ټولنې سره پرې کار کوو باوري کړو. موږ په خپله د دې لپاره ډېر منابعې کارو او پام مو ور اړولی دی."

ولسمشر اوباما زیاته کړه چې د اردن په څیر هېوادونو سره کار کوي څو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کاریدو په هکله شواهد ترلاسه شي.

هغه وویل په ډاګه یې دا خبره کړې چې که د سوریې حکومت د خپلو خلکو پرضد کیمیاوي وسلې وکاروي دا به له هغه حد نه د تېریدو په مانا وي چې هرڅه به بدل کړي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې که کیمیاوي وسلې کارول شوي وي د دې شونتیا هم شته چې د ترهګرو لاسونو ته ولوېږي:

"زما په اند په ډېر برخو کې حد او برید مات شوی کله چې موږ وینو په زرګونه بي ګناه کسان د سوریې د حکومت له خوا وژل کېږي. خو د کیمیاوي وسلو کارول او هغه خطر چې نړیوالې ټولنې او د سوریې ګاونډیو ته مخامخ دی او د ترهګرو لاسونو د دغو وسلو د ولویدو خطر په سیمه کې د شته امنیتي او بشري ستونزې جدیتوب لا زیاتوي."

Image caption یو شمېر کسانو پر یوټیوب داسې ویډیوګانې خپرې کړي چې ګومان کېږي پر مخالفینو کیمیاوي وسلې کارول شوي وي.

دغه راز امریکايي سناتور جان مکین هم ویلي اوس هغه وخت رارسیدلي چې دوی د سوریې په لانجه کې زیات ورښکېل شي.

په همدې حال کې د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون هم وايي په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه زیاتېدونکي شواهد ښايي جنګي جرمونو ته لاره هواره کړي.

د ورځې په اوږدو کې سپينه ماڼۍ ویلي و چې د هېواد استخباراتي کړۍ يې تر يوه ځايه باور لري چې سوريې د خپلو مخالفانو پر وړاندې کيمياوي وسلې کارولې دي.

دوی ويلي د سارين په نامه اعصابو ګاز په ټيټه کچه کارول شوی، خو دا يې نه دي ويلي چې چېرې او څه وخت کارول شوي دي.

که څه هم تر اوسه د سوریې چارواکو څه نه دي ویل خو تر دې وړاندې دوی ویلي وو چې د خپلو خلکو پرضد به هېڅ کله او په هر ډول شرایطو کې کیمیاوي وسلې و نه کاروي.

داسې بارو دی چې سوريه ډېره اندازه کيمياوي وسلې لري، او تېرو څو مياشتو کې نړيواله ټولنه کې د دغه ډول وسلو دزېرمو خونديتوب په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

ورته مطالب