" هغوی غوښتل نیویارک کې چاودنې وکړي "

Image caption د نيويارک د ښاري پوليسو مشر ريمونډ کيلي خبريالانو ته وويل چې مشکوکو کسانو يو بم په بخار ديگ او درې نور په نلونو کې له ځانه سره لېږدول.

د متحده ایالتونو د نيويارک ښاروال مايکل بلومبرگ وويل د بوسټن پر چاودنو تورنو کسانو غوښتل خپل پاتې مواد په دغه ښار کې وچوي.

د ښاغلي بلومبرگ له خولې، ژوندي پاتې تورن جوهر څرنايف پلټونکو ته ويلي، ورور يې ناڅاپه پرېکړه وکړه چې بل گوزار پر نيويارک وکړي. ښاروال دغه خبرې په نيويارک کې خبريالانو ته کولې:

" د پلټنو فدرالي ادارې- اېف بي آى خبر راکړ چې د بوسټن بريدونو ژوندي پاتى مظنون په ډاگه کړه چې د نيويارک ښار يې د بريد بله نښه وه. داسې برېښي چې هغه اېف بي آى ته ويلي وي چې ده او ورور يې هوډ کړى و چې په موټر کې نيويارک ته ځانونه ورسوي او هلته نور مواد په ټايم ډگر کې وچوي. دوى دغه نور چاودېدونکي مواد هم چمتو کړي وو او پوهېږو چې د چولو وس يې هم درلود."

د نيويارک د ښاري پوليسو مشر ريمونډ کيلي خبريالانو ته وويل چې مشکوکو کسانو يو بم په بخار ديگ او درې نور په نلونو کې له ځانه سره لېږدول.

په هغه بريد کې چې د اپرېل پر ١٥ په بوسټن کې وشو، درې تنه وژل شوي او تر ٢٦٠ ډېر نور ټپيان دي. د پوليسو مشر کيلي وايي جوهر او مشر ورور يې، تيمورلنگ څرنايف غوښتل د تېرې پنجشنبې پر ماښام، په بوسټن کې يو موټر له چلوونکي سره وتښتوي او بيا مخ په نيويارک لاړ شي.

خو د ريمونډ کيلي په وينا دغه پلان هغه مهال شنډ شو چې په تښتول شوي موټر کې تېل لږ و او وروڼو چلوونکي ته لارښوونه وکړه چې د تېلو په يوه نژدې ټانک کې ودرېږي.

د هغه په وينا، همدلته چلوونکى له دوى وتښتېد او پوليس يې خبر کړل. وروسته پوليسو د دغه موټر مخه ونيوله او يو پر بل ډزې پيل شوې چې تيمورلنگ څرنايف په کې ووژل شو. کشر ورور يې جوهر چې پر ستوني لگېدلى، اوس په روغتون کې درملل کېږي.

ورته مطالب