د روسیې روغتون کې اور لګېدنې لسګونه کسان وژلي

Image caption د اور لګېدنې د سبب په اړه تحقیق پیل شوی.

روسیې کې چارواکي وايي پلازمېنې مسکو ته نژدې یوه روغتون کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي.

اور د روغتون د دماغي ناروغیو د درملنې برخه کې لګېدلی. د چارواکو په وینا اور له ځايي وخت سره سم د شپې شاوخوا دوې بجې ولګېد.

ویل کېږي، چې اکثر ناروغان ځايي اوسېدونکي وو. داسې وېره څرګندېږي، چې ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي.

د اور لګېدنې د سبب په اړه تحقیق پیل شوی، خو په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې اور د برېښنايي شاټي له کبله ولګېد.

د روسيې خبري اژانسونو په رپوټونو کې د ځايي مقاماتو له خولې ویل شوي، چې اور د روغتون په هغه برخه کې لګېدلی، چې د سختو ناروغانو درملنه په کې کېږي.

د اور وژنې فعالانو د اور لمبې کابو کړې او تر اوسه پورې ۱۲ مړي له ودانۍ بهر ایستل شوي.

یوه ځايي چارواکي ویلي، چې ټولې کړکۍ په اوسپنیزو سیخونو پوښل شوې وې او اکثر ناروغان خپلو بسترونو کې وو.

ویل کېږي، روغتون کې ټولټال ۴۱ ناروغان بستري وو. د ایوشیټډ پریس په رپوټ کې ویل شوي، چې په وژل شویو کې دوې نرسانې هم شاملې دي.

یوه دریېمه نرس توانېدلې، چې دوه ناروغان وژغوري. هغې د بېړنیزو مرستندویان له خولې ویلي، چې روغتون کې همدا درې کسان روغ پاتې شوي او پاتې ۳۸ کسان وژل شوي دي.

د بېړنیزو مرستندویانو په وینا د وژل شویو کسانو عمرونه له ۲۰ کلنۍ تر ۷۶ کلنۍ پورې دي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د تېرو څو کلنو په اوږدو کې د روسیې په روغتونونو او دغه ډول نورو ودانیو کې اور لګېدنه د معمول د پېښو برخه ګرځېدلې.

ورته مطالب