د مور د شیدو لپاره بانک پرانیستل شو

Image caption د مور شېدې د ماشوم لپاره د لومړي واکسین کار کوي. ارچنا شکتاوت

د هند په راجستان ایالت کې د مېندو د شېدو ( پيو) لومړي بانک فعالیت پیل کړ او له دغه بانک سره د ۱۲ یونټه شیدو مرسته شوې. دغه بانک یوه غیر دولتي سازمان ( ما باګوتې وکاس سنتاس) د اودهې پور ښار په پان دهايي روغتون کې پرانیستی.

د دغه بانک مسوولین وايي د بانک له شیدو نه به هغه ماشومان ډېره ګټه واخلي، چې د ناروغیو له خطر سره مخامخ دي او د روغتون په ( جدي پاملرنه ) څانګه کې درملل کېږي.

بوهري بي بي لومړۍ مور ده، چې له دغه بانکه یې د خپل ماشوم لپاره شیدې تر لاسه کړې.

Image caption دغه بانک یوه غیر دولتي سازمان د اودهې پور ښار په پان دهايي روغتون کې پرانیستی.

د بانک مسوولین وايي د ۲۸ ورځو یوې ماشومې د مور پیو ته اړتیا درلوده او مور پلار یې له دوی نه شیدې تر لاسه کړې.

د دوی په وینا د ماشومې لپاره د بانک شیدې ګټورې وې او اوس یې روغتیايي حالت په ښه کېدو دی.

د اودهې پور ښار د دغه ( دېویا مدر بانک) یوه مسووله ارچنا شکتاوت وايي : "که څه هم دا یو نوښت دی، خو په اړه یې د خلکو غبرګون ډېر مثبت دی."

د نوموړې په وینا په ښځو کې په دې اړه د شعور بیدارولو لپاره غوڼدې جوړوي. هغې زیاته کړه: " موږ پوهېږو، چې په دي باره کې یو څه ناسم پوهاوی شته، خو هڅه کوو دغه ناسم پوهاوی له منځه لاړ شي."

Image caption بوهري بي بي لومړۍ مور ده، چې له دغه بانکه یې د خپل ماشوم لپاره شیدې تر لاسه کړې.

ارچنا شکتاوت وویل:

"فارمولا شیدې د ماشومانو د روغتیا لپاره ګټورې نه دي، خو د مور شیدې د ماشوم لپاره د لومړي واکسین کار کوي او تر ټولو غوره دي."

د هغې په خبره سازمان یې په دې باره کې د مېندو پوهولو لپاره کار کوي. د دغه بانک مسوولین وايي په شمالي هند کې دخپل ډول دا لومړی بانک دی.

ورته مطالب