عراق ''پر یوه ناڅرګند لوري روان دی''

عراق
Image caption په عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ اړیکې مخ په خرابیدو دي.

په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي له هغې څپې وروسته چې د تېرې سې شنبې راهیسې په کې څه باندې ۱۵۰ کسان ووژل شول عراق په یوې څلور لارې کې دي.

ماتین کوبلر د عراق پر مذهبي او سیاسي مشرانو غږ وکړ چې په عاجله توګه د کرارۍ د راوستلو لپاره ګامونه واخلي.

په عراق کې اوسنۍ نښتې په ۲۰۱۱ کال کې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته تر ټولو ناوړه دي او دا وېره یې ډېره کړې چې د سنیانو او شیعه ګانو په مشرۍ حکومت ترمنځ پراخ قومي کړکېچ رامنځ ته شي.

تاوتریخوالی د تېرې سې شنبې په ورځ وروسته له هغه رامنځ ته شو، چې حکومتي ځواکونو په هواجا ښارګوټي کې چې اکثره اوسېدونکي یې سنیان دي، مظاهره خوره کړه.

د بي بي سي د عربي چارو خبریال ناهد ابو زاهد په دې هکله په خپل رپوټ کې وايي:

د عراق د حکومت دا پریکړه چې د مظاهرو د پای ته رسولو لپاره په سني مېشتو سیمو کې جدي اقدام وکړي په هېواد کې د ترینګلتیا کچه ډېره کړې ده.

سني مشران پوځ تورنوي چې په هواجا کې یې پر مظاهره کوونکو له برید سره ډله ییزه وژنه ترسره کړې خو حکومت وايي پر پوځیانو اول برید شوی و او دوی ځوابي برید کړی دی.

په بغداد کې څلور کسان هغه مهال ووژل شول او له ۵۰ ډېر ټپیان شول چې د سنیانو پر جوماتونو بریدونه شول.

د عراق په ځینو ښارونو لکه انبار کې د حکومت پرضد د سنیانو مظاهرې د کال له پیل راهیسې روانې دي او داسې لږ نښانې دي چې د پای ټکې دې ورته کېښودل شي.

په عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ اړیکې مخ په خرابیدو دي. سنیان ګومان کوي چې دوی په سیستماتیک ډول تحقیر شوي دي.

شیعه ګان بیا ګومان کوي چې د سنیانو مظاهرو د بهرنیانو مداخلې ته زمینه برابره کړې چې دغه هېواد بې ثباته کړي.

د بي بي سي خبریال وايي که په عراق کې تاوتریخوالی همداسې دوام وکړي، نو ښايي زرګونه عراقیان بې ځایه شي؛ ځکه داسې به انګیري چې یوازې په هغه صورت کې به خوندي وي چې په ګډه اوسېږي.

ورته مطالب