کراچۍ کې د غونډې پرمهال چاودنې ۱۱ کسان وژلي

Image caption د چاودنې مسؤولیت طالبانو منلی، او د لا نورو بریدونو ګواښ یې کړی دی.

د پاکستان کراچۍ ښار کې د عوامي ملي ګوند د مشر بشیر جان د غونډې پرمهال چاودنې لږترلږه یوولس کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د چاودنې مسؤولیت پاکستاني طالبانو پرغاړه اخیستی او پر سیکولر ګوندونو یې د لانورو بریدونو ګواښ هم کړی دی.

چاودنه تېره شپه شاوخوا نهه نیمې بجې د سانټ سیمې بسم الله کالونۍ کې شوې ده.

د پولیسو یوه مشر پیچویو ویلي، د وژل شویو شمېر یوولس دی، خو ټپیان تر ۴۵ ډېر دي.

په کراچۍ کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وايي، مړي او ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

دا په تېرو څلورو ورځو کې کراچۍ کې د طالبانو له خوا درېیمه خونړۍ پېښه ده.

په دوو مخکنیو چاودنو کې چې د متحده قومي ګوند پر ټاکنیز دفتر شوې وه، لږترلږه ۱۱ کسان یې وژلي وو.

د پاکستان د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې تازه بریدونو سختې اندېښنې راپارولې دي.

د کراچۍ د تازه چاودنې پړه د احسان الله احسان په خوله پاکستاني طالبانو منلې ده.

د دغې ډلې ویاند بي بي سي ته ویلي، چې د دوی هڅه دا ده، چې په وینا یې د سیکولر ګوندونو غړي او ګوندونه به په ارامه نه پرېږدي.

په کراچۍ کې د بي بي سي خبریال شاهزیب جیلاني وايي، د پاکستان په ګڼو برخو کې ناامنیو خلک سخت اندېښمن کړي دي.

په پام کې ده چې د پاکستان ټولټاکنې د راتلونکې مې پر۱۱ مه وشي.

ورته مطالب