د سوریې لومړی وزیر له بریده روغ رمټ ووت

وائل الحلقي
Image caption وائل الحلقي د ۲۰۱۲ په اګست کې لومړی وزیر وټاکل شو.

د سوریې تلوېزیون ویل، دمشق کې یوه ښوونځي ته څېرمه پر لومړي وزیر وائل الحلقي برید شوی، چې نوموړی ترې روغ رمټ وتلی دی.

رپوټونه وايي، دغه موټر بم برید مرګ ژوبله اړولې ده.

ځینې رپوټونه وايي، دا ځانمرګی برید و.

ویل کېږي، چې په برید کې لږترلږه شپږه کسان وژل شوي او تر ۲۰ پورې نور ټپیان دي.

د حزب الله ډلې اړوند المنار تلوېزیون ویلي، د برید هدف د لومړي وزیر کاروان و، خو نوموړی وژغورل شو.

د سوریې تلوېزیون هم ویلي، چې د برید هدف د لومړي وزیر وژل وو، چې پر یوه پېچلې لاره یې کاروان تېرېده.

د سوري حکومت مخالفو فعالانو له خوا پر انټرنېټ یوه خپره شوې ویډیو کې هغه سیمه ښودل شوې، چې دغه برید په کې شوی، لوګي ترې پورته کېږي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې، چې په برتانیا کې مېشته ده، ویلي چې د لومړي وزیر یو ملګری په برید کې وژل شوی.

د سوري حکومت مخالفو ویلي، چې د برید له کبله په یوه ګاډي او ټانک کې اور بل شوی.

دمشق په دې وروستیو میاشتو کې د خونړیو بریدونو شاهد و، چې سلګونه کسان په کې ووژل شول او ټپیان شول.

د سوریې حکومت وايي، ''اسلامپالي سخت دریځي'' د دغو بریدونو مسؤول دي.

خو پر سوري حکومت د ولس او مخالفانو پرضد د کیمیاوي وسلو د کارولو تور دی، چې زرګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په سوریه کې د ۲۰۱۱ په مارچ کې د حکومت ضد پاڅون پیل شو، چې بیا دغه پاڅون د کورنۍ جګړې بڼه غوره کړه، او دغه هېواد اوس په خونړۍ جګړه کې ښکېل دی.

ملګري ملتونه وايي، د سوریې په روان کړکېچ کې تر اوسه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب