د جنسي تيري ښکار پنځه کلنه هندۍ مړه شوه

Image caption د جنسي تېري دغه پېښه په ګاندي نګر سیمه کې شوې او پولیسو د پېښې اصلي تورن منوج کومار نیولی دی.

د هند چارواکي وايي د مدهیه پردیش سیمې هغه پنځه کلنه ماشومه چې دوه اوونۍ وړاندې تښتول شوي وه او بیا ورسره زبرزنا شوې وه نن سه شنبه د اپریل ۳۰مه په روغتون کې مړه شوه.

دغه ماشومه په یوه پټي کې بې هوښه موندل شوې وه چې څو ورځې وړاندی د ال انډیا انسټیټیوټ اف مډیکل ساینسیز ډاکټرانو ویلي و ماشومه اوس په هوښ ده او له مور پلار سره غږیږي.

د جنسي تېري دغه پېښه په ګاندي نګر سیمه کې شوې او پولیسو د پېښې اصلي تورن منوج کومار نیولی دی.

۲۲ کلن منوج کومار د بهار ایالت له مظفرپور سیمې نه پولیسو ونیو او د محکمې په امر یې له ځانه سره ډیلي ته یووړ.

د منوج کومار له نیول کېدو وروسته د ډيلي پولیسو وویل د جنسي تیري دغه قربانۍ ماشومه تر ۴۰ ساعتونو پورې په خونه کې ایساره وه او تورن کس ګومان کاوه، چې هغه وژل شوې ده، دی له هغه ځایه تښتېدلی و.

د دې پېښې په اړه په هند کې یو شمېر احتجاج کوونکي د پولیسو مرکز مخې ته راټول شوي وو او د پولیسو مشر د استعفا غوښتنه یې کوله.

تېر کال د ډیلي ښار په یوه روان بس کې پر یوې ځوانې مېرمنې ډله ییز جنسې تېری وشو، چې په پایله کې هغه مړه شوه.

له هغې پېښې وروسته ټول هېواد کې سختې احتجاجي مظاهرې وشوې او له ښځو سره د ټولنیز چلند اړوند بحثونه پیل شول.

له هغه وروسته د جنسي تېري اړندو پخوانیو قوانینو کې بدلونونه رامنځ ته شول، خو اوسنۍ پېښه د دې لړۍ یوه نوې هېښوونکې کړۍ بلله کېږي.

ورته مطالب