د کیڼ اړخه ګوندونو ترهګرۍ ضد اییتلاف

Image caption د اوسنیو حالاتو مسوولین موقت حکومت او د ټاکنو کمېسیون هم دي. بشیرجان

د پاکستان په کراچۍ ښار کې دریو پاکستاني کیڼ اړخه ګوندونو ویلي، چې له ترهګرۍ سره مبارزې ته چمتو دي.

په تېر حکومت کې عوامي نیشنل ګوند او د مهاجرو قومي تحریک د پاکستان د خلکو ګوند ملګري وو.

کراچۍ رسنیز مرکز کې درې سره ګوندونو یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، چې کیڼ اړخه ګوندونه د ترهګرو په نښه دي، خو د دوی په وینا، دوی بیا هم غواړي، چې ټاکنې پر خپل ټاکلي وخت تر سره شي.

د عوامي نیشنل ګووند یوه ځايي مشر بشیرجان وویل:

"د ترهګرۍ پېښې نه شي کولای د کیڼ اړخه ګوندونو مورال اغېزمن کړي. موږپه هر ډول حالت کې د ټاکنو غوښتنه کوو، خو د اوسنیو حالاتو مسوولین موقت حکومت او د ټاکنو کمېسیون هم دي. موږ به د پاکستان، ازادۍ او ولسواکۍ ضد توطیې شنډې کړو."

د پاکستان د خلکو ګوند، تاج حیدر خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په درې سره ګوندونو شویو وروستیو بریدونو کې لاس درلودونکي کسان د ښي اړخه سیاسي ګوندونو د نظامي برخو اړوند کسان دي.

د نوموړي په وینا په داسې حال کې، چې ښي اړخه ګوندونه له پرله پسې ناکامیو سره مخامخ دي او ګوري چې ولس یې پر ضد یو موټی کېږي، ځکه اوس غواړي د زور له لارې یې مخه ونیسي.

د نوموړي په وینا یوه لور ته هغه سیاسي ګوندونه دي، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او هغه ګوندونه دي، چې ترهګر پرې بریدونه کوي او ټاکنیز کمپاین پر مخ بیولو ته یې نه پرېږدي او بل لور ته هغه سیاسي ګوندونه دي، چې ترهګر یې خپل ضمانت کونکي بولي او له هر ډول خنډ پرته خپل ټاکنیز کمپاین پر مخ بیايي.

د مهاجرقومي غورځنګ یوه مشر حیدر عباس رضوي وویل، د کیڼ اړخه او ښي اړخه سیاسي ګوندونو تر منځ فکري توپیر برالا شوی:

"یو فکري توپیر څرګند شوی، د منځلارو، روشن فکرو او بل لور ته د مذهبي توندلارو بنسټ پالونکو تر منځ یو څرګند توپیر را برسېره شوی."

د نوموړي په وینا " موږ درې سره ګوندونو پرېکړه کړې، چې موږ به د ترهګرۍ او بمي چاودنو له دې پېښو نه ډاریږو او په میړانه به د ترهګرۍ ضد مبارزه کوو."

د حیدرعباس رضوي په وینا حکومت د ترهګرو پر فعالیتونو سترګې پټوي او د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي نه کولو حکومتي رویه خواشینونکې ده.

د نوموړي په وینا د مارچ له لومړۍ نېټې تر اوسه د ترهګرو په بریدونو کې ۶۵ سیاسي کارکونکي په نښه شوي دي. هغه زیاته کړه درې سره کیڼ اړخه ګوندونو پرېکړه کړې، چې د ترهګرۍ ضد به ګډه مبارزه کوي.

ورته مطالب