بینظیر وژنې قضیه کې پروېز مشرف زندان ته ولېږل شو

Image caption پخوانی ولسمشر په خپل کور کې ساتل کېږي.

د پاکستان په راولپنډۍ کې یوې ترهګرۍ ضد محکمې د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف د بینظیر بوټو وژنې دوسیې په لړ کې د ۱۴ ورځو لپاره زندان ته احضار کړی دی.

پروېز مشرف له دې مخکې د ۴ ورځو لپاره د تحقیقاتي ادارې ( ایف ای اې ) په واک کې ورکړل شوی و او د هغې مودې له پای ته رسېدو وروسته ټاکل شوې وه، چې نوموړی محکمې ته وړاندې شي، خو د امنیتي ملحوظاتو له کبله پرېکړه وشوه، چې نوموړی محکمې ته حاضر نه شي.

د قضیې تحقیق کونکي افسر محکمې ته وویل، چې له پخواني ولسمشر څخه د بینظیر بوټو د وژنې په لړ کې د ایف ای اې له لوري، پوښتنې ګروېږنې بشپړې شوې او له دې وروسته باید زندان ته ولېږل شي.

له دې وروسته محکمې د څوارلسو ورځو لپاره زندان ته د هغه د لېږلو امر وکړ.

پخوانی ولسمشر په خپل کور کې ساتل کېږي، چې اسلام اباد ادارې د زندان د یوې برخې درجه ورکړې.

د بینظیر بوټو د وژنې په لړ کې د نیول شویو ټولو کسانو پرتله د پرویزمشرف د بدني احضار موده تر ټولو کمه ده.

بل لور ته د دې محاکمې لپاره د دولت له لوري ټاکل شوي وکیل بی بي سي ته ویلي، چې له پروېز مشرف نه اوس هم د یو شمېر مسایلو په لړ کې پوښتنې ګروېږنې کول پاتې دي.

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک د نوموړي له قوله وايي، چې د محکمې له لوري زندان ته د هغه له لېږلو سره سره په کور کې له پروېز مشرف نه پوښتنې کېدای شي.

له دې مخکې ایف ای اې له پروېز مشرف نه د پوښتلو لپاره د پوښتنو یو لسټ چمتو کړی و.

په دغه لسټ کې له نوموړي څخه پخوانۍ لومړۍ وزیرې ته د چمتو شویو امنیتي تدبیرونو، د ۲۰۰۷ کال د نومبر د ۲۷ نېټې په ماسپښین، چې بینظیر بوټو ووژل شوه، د پېښې د ځای وینځلو امر ورکولو او یوه امریکايي تبع مارک سېګل ته د بینظیر بوټو له لوري د لیکل شوي لیک اړوند پوښتنې شاملې وې.

د بینظیر بوټو د وژنې په قضیه کې اووه کسان نیول شوي، چې پنځه تورن کسان یې له تېرو پنځو کلونو راهیسي په اډیاله زندان کې بندیان دي.

د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر بیت الله مسید په ګډون شپږ کسان په دغه قضیه کې فراریان اعلان شوي.

ورته مطالب