د ټاکنو د خوندیتوب اړوند د پاکستاني پوځ غونډه

Image caption د پاکستان د ټاکنو کمېسیون فدرالي او څلورو ایالتي حکومتونو ته د ټولټاکنو پر مهال د کلکو امنیتي تدبیرونو کولو په لړ کې له پولیس او ملېشه ځواکونو سره سره د پوځ ځای پر ځای کولو سپارښتنه کړې.

د پاکستان د لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیاني په مشرتابه د پوځ د لوړ پوړو قوندانانو په یوه ځانګړې غونډې کې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره وروستي امنیتي تدبیرونه په پام کې ونیول شول.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د لوړ پوړو پوځي قومندانانو په ځانګړې غونډه کې د ټولټاکنو پر مهال د امنیتي تدبیرونو په اړه غور وشو.

غونډه کې له ټاکنو کمېسیون، فدرالي او ایالتي حکومتونو سره د سلا مشورو په رڼا کې د پوځ ځای پر ځای کولو په اړه غور وشو او د پوځ ځای پر ځای کولو پلان بشپړ شو.

د یادونې ده، چې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون فدرالي او څلورو ایالتي حکومتونو ته د ټولټاکنو پر مهال د کلکو امنیتي تدبیرونو کولو په لړ کې له پولیس او ملېشه ځواکونو سره سره د پوځ ځای پر ځای کولو سپارښتنه کړې.

د پاکستان ټولټاکنې د راتلونکې مې میاشتې په ۱۱ تر سره کېږي.

کمېسیون له فدرالي او ایالتي حکومتونو غوښتي، چې د ټولټاکنو پر مهال د کاندیدانو او رایې اچونکو د خوندیتوب لپاره امنیتي تدبیرونه وکړي او د دې لپاره د پولیسو او ملېشه ځواکونو سره سره د پوځ خدمتونه هم تر لاسه کړي.

د یادونې ده، چې د ټاکنو کمېسیون له دې مخکې هم د پوځ غوښتو سپارښتنه کړې، خو موقت حکومت دې لړ کې له احتیاطه کار اخلي او خپله پوځ هم په هر ټاکنیز مرکز کې د پوځیانو ځای پر ځای کولو لړ کې مخالفت څرګند کړی.

ورته مطالب