پاکستان کې د ټاکنو پر کاندید ځانمرګی برید شوی

Image caption پولیسو له دوو ټپیانو څخه یو نیولی، ځکه د برید ښکار کسانو يې په اړه شک څرګند کړی.

د پاکستان په سند ایالت کې د ټاکنو پر یوه کاندید ځانمرګی برید شوی. دغه برید د سند ایالت په شکارپور سیمه کې د نېشنل پیپلز ګوند پر کاندید ابراهیم جتويي شوی.

برید کې ځانمرګی برید ګر وژل شوی او دوه کسان ټپیان دي.

د سکهر ښار د پولیسو مشر جاوید اوډو په وینا ابراهیم جتويي له خپلې کلي شکارپور ښار ته پر لار و، چې پر موټر سایکل سپور ځانمرګي یي له ګاډي سره ټکر وکړ.

د نوموړي په وینا چاودنه کې ابراهیم جتويي ته زیان نه دی اوښتی. ویل کېږي چې ځانمرګی برید ګر شل دوه ووېشت کلن ځوان دی.

پولیسو له دوو ټپیانو څخه یو نیولی، ځکه د برید ښکار کسانو يې په اړه شک څرګند کړی.

له دې مخکې پر ابراهیم جتويي په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال ځانمرګی برید وشو، چې د محرم الحرام د میاشتې په لسمه ورځ یي مذهبي غونډه کې ګډون کړی و. نوموړی له هغه بریده هم روغ وتلی و.

د سږ کال د جنورۍ په ۲۵ په شکارپور سیمه کې یوه زیارت کې چاودنه وشوه، چې د زیارت مجاور په ګډون یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

پولیس د هغې چاودنې په تور د سپاه صحابه توند لارې ډلې د یو شمېر غړو په ګډون ۲۰ کسان نیولي وو.

شکارپور جیکب اباد، سکهر او لاړکانې سیمو په منځ کې پرته سیمه ده، چې په دا وروستیو کې په کې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو ته هم د کراچۍ له بندره اکمالاتي کاروانونه له همدې سیمې تېریږي، چې دا وروستیو کې پرې وسله وال بریدونه شوي.

ورته مطالب