سوریې کې د کیمياوي وسلو په اړه د امریکا غبرګون

Image caption دې پوښتنو ته موندل شوي ځوابونه به لوبه بدله کړي. بارک اوباما

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي، که په څرګند ډول ثابته شي چې د سوریې حکومت د خلکو پرضد کیمیاوي وسله کارولې نو دی به په بېلابېلو لارو غور وکړي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه دی تر اوسه نه پوهیږي چې سوریه کې کیمیاوي وسله څه ډول، څه وخت او د چا له خوا کارول شوې ده.

د نوموړي په وینا دې پوښتنو ته موندل شوي ځوابونه به لوبه بدله کړي. د امریکا ولسمشر ویلي له دفاع وزارت پنتاګون څخه یې غوښتي چې په دې اړه د امریکا د غبرګون د څرنګوالی په اړه غور وکړي:

" تېرکال مې کې له پنتاګون، له پوځ او زموږ له استخباراتي چارواکو غوښتي چې زما لپاره د ټولو ممکنو غوراویو نوملړ برابر کړي. زه نه غواړم چې د دغو لارو چارو او غوراویو په اړه خبرې وکړم، خو که سوریې کیمیاوي وسله کارولې وي نو دا ښکاره خبره ده چې د نړیوالې ټولنې، زموږ د متحدینو او د امریکا د امنیت په وړاندې ګواښونه زیات شوی او دا په دې معنا ده چې یو شمېر لارې چارې چې موږ تر اوسه په نظر کې نه لرلې، په جدي توګه به یې په پام کې ونیسو."

د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې د اردن له پاچا عبدالله سره په خبرو کې ولسمشر اوباما ویلي وو، که داسې شواهد ترلاسه شي چې سوریه کې کیمیاوي وسلې کارول شوي نو دا به له بنسټه حالات بدل کړي. د ده په ژبه لوبه به بدله کړي

ولسمشر بارک اوباما هغه مهال وویل، د هغو رپوټونو په اړه به جدي پلټنې وشي چې وايي د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته وفاداره ځواکونو کیمیاوي وسلې کارولي دي.

له هغه وروسته د سوریې د اطلاعاتو وزیر د برتانیا او امریکا هغه اعلامیې محکومې کړې او هغه یې دروغ وبللې، چې ویلي وو داسې شواهد شته چې د سوریې حکومت د خپلو خلکو پرضد کیمیاوي وسلې کارولې دي.

د سوریې دغه وزیر د روسیې یوه تلوېزیوني چېنل ته وویل، د سوریې حکومت به دغه ډول وسلې د اخلاقي، انساني او د نړیوالو قوانینو له مخې هېڅکله د خپلو خلکو پرضد و نه کاروي.

ورته مطالب