د بنګله دېش د مړو شمېر ۴۰۰ ته ورسېد

Image caption د رانا پلازه چې پنځه کارخانې په کې وې تېره چار شنبه و نړېده او دا دی د مړو شمېر يې تر ۴۰۰ ورسېد.

په بنګله دېش کې چارواکي وايي د هغو مړو شویو کسانو شمېر چې د دغه هېواد په پلازمېنه ډاکه کې يې د کالو په یوې فابریکه کې کار کاوه او ونړېده اوس ۴۰۰ ته رسېدلی دی.

یوه بل چارواکي وويل د ۱۴۹ نورو هغو کسانو یو لست يې هم کورنیو دوی ته سپارلی چې تر اوسه لا ورک دي.

په همدې حال کې د کارګر د ورځې په مناسبت په زرګونه کسان په ډاکه کې سړکونو ته را وتلي وو او کارخانې د څښتن د اعدام غوښتنه يې کوله.

د رانا پلازه چې پنځه کارخانې په کې وې تېره چار شنبه و نړېده او دا دی د مړو شمېر يې تر ۴۰۰ ورسېد.

پولیس تایید کړې چې تر اوسه يې ۳۹۹ مړي له خاورو را ایستلي دي او درې نورو په روغتون کې ساه ورکړې.

د بنګله دېش د پوځ جنرال وويل د هغو کسانو لست يې هم جوړ کړی چې تر اوسه ورک دي.

لومړنیو شمېرو د ورکو شویو کسانو شمېر خورا لوړ ښوودلی و خو بیا وروسته معلومه شوه چې هغومره نه و.

وژونکي په دار وځړوئ

د کارخانې له نړېدو وروسته يې خاورې خځلې ۶۰۰ ټنه شوې چې له هغې يې ۳۵۰ ټنه د پېښې له ځایه وړل شوي دي.

د پلازمېن ډااکې او د هېواد په نورو برخو کې د کارګر د ورځې په مناسبت په زرګونه خلک په مظاهرو کوڅو ته را وتلي وو.

ځینې يې شمېر شاوخوا ۲۰۰ ښووده. په ډاکه کې مظاهره کوونکو داسې شعارونه له ځانه سره لېږدول چې پرې يې لیکلي يې و "قاتلان په دار وځړوئ، د کارخانې ځښتن اعدام کړئ."

یو بل لاریون کوونکي په لاوډ سپیکر کې ويل چې "زما ورور او خور دواړه مړه شول، د هغوی وینه به بې ارزښته پاتې نه شي."

د بنګله دېش د ټوکرانو د کارکوونکو د ټولنې غړی وايي د کارخانې نړېدل یو قتل و.

نوموړي اې اېف پي خبري اژانس ته وويل "موږ د هغو کسانو چې د دغه ناورین تر شا يې لاس دی سخته سزا غواړو."

لاریون کوونکو د کار د ښو شرایطو غوښتنه هم کوله.

د نړېدلې کارخانې څښتن محمد سهېل رانا اوس په بند کې دی.

د ده تر څنګ په ټولیزه توګه شاوخوا اته کسان د کارخانې د وژنو په تړاو نیول شوي دي.

د دې پېښې وروسته ډېری نورې کارخانې تړل شوي دي او کارکوونکي يې تل سړکونو ته په مظاهرو راوځي.

ورته مطالب